وزيراعظم محمد شهباز شريف د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د تحريك انصاف چيئرمېن ګوهر علي خان او اسد قيصر سره ملاقات

اسلام آباد۔26 جون(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د تحريك انصاف چيئرمېن ګوهر علي خان او اسد قيصر سره د هغوي په چوكو ملاقات وكړو۔ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د فنانس بل 2025 منظورۍ په مهال وزيراعظم په غونډه كښې موجود ؤ ۔د دې نه پس چې كله د مونځ او ماسپخښين دمه وكړې شوه نو وزيراعظم ايوان څخه بهر د وللو نه وړاندې د اپوزېشن په چوكو ګوهر علي خان او اسد قيصر سره ملاقات وكړو او د هغوي تپوس پوښتنه يې وكړه۔