
اسلام آباد۔26 جون(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئېلي دي د محرم الحرام په مهال به چاته هم د اشتعال انګيزۍ او شرخوښۍ اجازه ورنه كړې شي٬په ضابطه اخلاق به په سختۍ سره عمل درآمد كولې شي٬ د جلوسونو او مجالس به د جديد ټېكنالوجۍ د لارې څارنه كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير محسن نقوي په ټول هېواد كښې د محرم الحرام امنيتي پلان په اړه د مهمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔په غونډه كښې د ټولو صوبو پشمول د آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او اسلام آباد كښې د محرم الحرام امنيت پلان تفصيلي جاج واخستلے شو ۔داخله وزارت لخوا د زيارت په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې په دې موقع په سوشل ميډيا د مذهبي كركې خپرونكو عناصرو په ضد بد سختې قانوني كاروائۍ او داسې عناصر د قانون منګولو ته د سپارلو وئوېل شول۔دغسې په اليكټرانك او سوشل ميډيا كركه خپرونكو موادو خپرونكو مخ نيوي لپاره پيمرا ته ښكاره سفارشات به لېږلې شي٬ د محرم الحرام په مهال به امن او امان باوري كولو لپاره د ټولو ضروري انتظامي اقداماتو پريكړه وشوه ۔ د غونډې په مهال پريكړه وشوه چې د انټرنيټ يا موبائل فون سروس بندېدو پريكړه به د امنيتي اندېښنو تر مخه د صوبو په مشاورت كولې شي ۔په دې موقع داخله وزير محسن نقوي هدايت وكړو چې انټرنيټ يا موبائل فون سروس په اړه پريكړه د زمكيز حقائق او امنيتي صورتحال تر مخه به كولې شي۔محسن نقوي ووئېل وفاق به صوبو٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او اسلام آباد كښې امن لپاره هر ممكن مرسته كوي۔غونډې ته د پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬سندھ٬بلوچستان٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان او اسلام آباد آئي جيز پوليس او داخله سيكرټريز د محرم الحرام په امنيتي پلان بريفنګ وركړو ۔په غونډه كښې داخله وزير مملكت طلال چوهدري٬داخله وفاقي سيكرټريز٬ سي ډي اے لنډ مهاله چيئرمېن٬كمانډنټ فرنټيئر كانسټيبلري٬اسلام آباد ډي سي٬اسلام آباد پوليس آئي جي٬داخله وزارت او قانون نافذ كونكو ادارو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو او دغسې د ټولو صوبو٬آزاد كشمير٬ګلګت بلتستان آئي جيز پوليس٬داخله سيكرټريز٬ د پنجاب رينجرز ډي جي٬ د سندھ رينجرز ډي جي او د قانون نافذ كوونكو ادارو اعلٰی چارواكو د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔