
اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د بجلۍ په څانګه كښې اصلاحات سره اولسي ريليف او صنعتونو ته د تعطل نه غېر بجلي وركولو ته مونږ اول پام لرنه كوو ٬ د بجلۍ په څانګه كښې په زيان چلېدونكو جېنكوز د نيلامۍ دوېم او درېم پړاٶ دې هم بشپړ كړے شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم امر وكړو د جينکوز د نيلامۍ عمل دې د نجكارۍ د نورو پروګرامونو په څېر په ميډيا نېغ په نېغه خپور كړے شي٬ د سمارټ ميټرز د لګولو كار په تر سره كولو دې رپورټ وړاندې كړے شي، د وفاقي حکومت لخوا د بلوچستان د ټيوب ويلز د سولرائيزيشن عمل بشپړ شوے چې ورسره به د صوبې زرعي پېداوار زيات شي۔ ده ووئيل د بجلۍ د تقسيم کوونكو کمپنو د نجکارۍ عمل دې تند كړے شي ٬ ګرد هېواد كښې دې د اليکټرک وهيکل چارجنګ سټيشنز جوړولو عمل ګړندې كړے شي، دغسېد بجلۍ د ترسيل او ټرانسميشن نظام بهترۍ لپاره مجوزه منصوبې دې زر پېل كړې شي٬ وزيراعظم ووئېل د پاك پروردګار په كرم سره د ژمې په موسم كښې د بجلۍ په بېعه كښې اولس ته سهوت وركړے شو٬ د تجديد وړ توان د ماحول دوسته او كم لګښت منصوبې زر بشپړولو سره اولس ته لا سهولت وركولو لپاره اقدامات ته اول پام لرنه كوو ۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بجلۍ د څانګې اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې د بجلۍ پېدوار، ترسيل او تقسيم په اړه په جاري اصلاحات او منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د وزيراعظم په امر د جينکوز د نيلامۍ وړومبې پړاٶ بشپړ شوے چې په نتيجه كښې يې قامي خزانې ته د 9.05 بلين روپۍ امدن تر لاسه شوے او دوېم او درېم پړاٶ بشپړولو لپاره اقدامات په تندۍ سره روان دي، 36 آئي پي پيز سره د بجلۍ د بيعې په اړه ګټورې خبرې شوي چې په نتيجه كښې به ئې په مجموعي توګه د هېواد خزانې ته 3.69 ټريلين روپۍ بچت اوشي۔ غونډې ته ووئيل شول ګرد هېواد كښې د اليکټرک وهيکل چارجنګ سټيشنز جوړولو عمل ګړندې كړے شٶے ٬ په دې لړ كښې د آن لائن فورټل د لارې 120 درخواستونه راغلي چي پكښې د 48 درخواستونو پوري رجسټريشن دستاويزات تفويض كړې شوي دغسې د وړاندې نه د موجودو چارجنګ سټيشنز د ريګولرائيزيشن عمل هم بشپړ شوے ۔ غونډه په راتلونكې شپږو كالو كښې د 2.4 ټرېلين ګرځينده قرض بشپړه خاتمې لپاره هم د لائحې نه خبر كړې شوه ۔ غونډې ته ووئيل شول د بجلۍ بچت لپاره د انرجي ايفيشنټ پكو ودې په اړه بېنكونو څخه په آسانو شرطونو قرض وركولو لپاره تګلاره جوړوٶ دغسې چې د مېنځنۍ طبقې مصرف كوٶنكي د بجلۍ بچ كولو سره كم بلونو څخه مستفيد شي٬ د بجلۍ بچت لپاره انرجي ايفيشنټ ودانيو جوړولو په اړه هم رود ميپ جوړ شوے او صوبائي واكمنو سره هم په دې عملدرآمد لپاره مشاورت بشپړ شوے ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سردار اويس خان لغاري، احد خان چيمه، علي پرويز ملك، د وزيراعظم صلاحكار محمد علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني، نيشنل کوآرډينيټر فار پاور ټاسك فورس ليفټيننټ جنرل ظفر اقبال، د وزيراعظم کوآرډينيټر مشرف زيدي او اړوند چارواكو ګډون وكړو۔