د اسرائيل او ايران تر مينځه جنګ بندي نيك مرغه ده ٬ د خارجه چارو كمېټۍ مشر عرفان صديقي ټي وي سره خبرې

اسام آباد۔ 25 جون (اے پي پي) سېنېټ كښې د پاكستان مسلم ليګ ن د پارلماني پارټي ليډر او د خارجه چارو د كمېټۍ مشر سېنېټر عرفان صديقي د اسرائيل او ايران جنګ بندي نېك مرغه ګرځولو سره وئېلې دي حكومت ٬ خارجه وزارت ٬ ټولو اړوندو ادارو او د قامي سلامتيا كمېټۍ يو ډېر پېچلے صورتحال په ډېره ښه طريقه هينډل كولو د قامي مفادات تحفظ كړے دے۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره پروګرام كښې ده ووئېل د هند په بلا جوازه جنګ كښې د پاكستان د لاسه ماتې خوړلو نه وروستو د اسرائيل په ايران بريد منطقه او نړۍ كښې نوے سنګين صورتحال راپېدا كړے ؤ ٬ د جنګ د لارې هند چې كوم اور لګولے ؤ ٬ د اسرائيل په ايران د بريد نه پس دا جنګ په يو نوي انداز زمونږ تر درشل راغلے ؤ۔ ده ووئېل ايران زمونږ ګاونډي هېواد او وروراسلامي هېواد دے د چا سره چې مونږ نزدې خپلولۍ لرو۔ده ووئېل امرېكې سره زمونږ اړېكې ښه كېدل يو ښه پېشرفت دے ٬ مونږ د پاك هند جنګ په اړه د امن راوستو په كردار تجوېز وركړو چې صدر ټرمپ له نوبل انعام تر لاسه كول پكار دي۔ بلخوا د ايران سره هم زمونږ ښه تعلق او رشته ده ٬ هلته هم مونږ يو سټېنډ واغست كوم چې اصولي ٬ سياسي او په سفارتي لحاظ ؤ ۔