اسلام آباد ۔25 جون (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنېد چوهدري په مشرۍ كښې د ګډاني شپ بريكنګ يارډ لا ښه كولو او پرمختګ په اړه د اعلې كچ غونډه وشوه چې پكښې د ګډاني په جديد تر ماډل ګرين شپ بريكنګ يارډ بدلولو د منصوبې تفصيلي جاج واغستلے شو ۔ په غونډه كښې د وزارت لوړ پورو ٬ ټېكنېكل افسرانو ٬ پوهانو او د اړوندو …
د ګډاني ماډل ګرين شپ بريكنګ يارډ جوړولو لپاره د 12 اربه روپو منظوري وركړې شوې٬ جنېد انور چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد ۔25 جون (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنېد چوهدري په مشرۍ كښې د ګډاني شپ بريكنګ يارډ لا ښه كولو او پرمختګ په اړه د اعلې كچ غونډه وشوه چې پكښې د ګډاني په جديد تر ماډل ګرين شپ بريكنګ يارډ بدلولو د منصوبې تفصيلي جاج واغستلے شو ۔ په غونډه كښې د وزارت لوړ پورو ٬ ټېكنېكل افسرانو ٬ پوهانو او د اړوندو ادارو استازو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير اعلان وكړو د ګډاني منصوبې لپاره 12 اربه روپۍ منظور شوې دي د كومو څڅه به چې ګډاني شپ بريكنګ يارډ د نړيوال ماحولياتي او موسمياتي معيار تر مخه جديد ماډل يارډ جوړولې شي ۔ ده ووئېل دا منصوبه به نه يوازې د انفراسټركچر ښه والي بلكې د ماحواياتي تحفظ ٬ د مزدورانو صحت او سلامتيا او د صنعتي ترقۍ نوے دور پېل وي۔ وفاقي وزير ووئېل د منصوبې تر مخه به د 30 كټونو يو جديد روغتون جوړولې شي چې پكښې به ډاكټران او نرسانو لپاره د استوګنې اسانۍ هم وي۔ دغسې د 32 كلو ميټره اوږده سړكونه ٬ سكول٬ پارك او د مزدورانو لپاره به لېبر كالوني هم جوړولې شي۔ ده واضحه كړه چې د ګډاني شپ بريكنګ يارډ بحالۍ څخه به د پاكستان د كال پېداوار كښې استحكام راشي ٬ كوم به چې د كال 12 لكهه ټن ته رسېدې شي۔ دا منصوبه به د كميونټي لپاره د روزګار نوې موقعې ٬ فلاحي منصوبې او د معيشت د ښه والي سبب وګرځي








