نائب وزيراعظم اسحاق ډار د يو اے اي خپل همڅنګ شيخ عبدالله بن زيد النهيان سره په ګډه د پاك-يو اے اي د وزارتي كمېشن د 12مې غونډې مشري وكړه٬ په يو شمېر څانګو كښې مرستې قوي كولو ته اتفاق

ابوظهبي 25 جون (اے پي پي) د پاكستان او متحده عرب امارات د شريك وزارتي كمېشن (جے اېم سي) 12مه غونډه په ابوظهبي كښې وشوه ٬ د غونډې مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د هغه د متحده عرب امارات خپل هم منصب شېخ عبدالله بن زيد النهيان وكړه ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د رسمي كارروائۍ نه وړاندې د جے اېم سي د وركنګ ګروپ غونډه د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه او د متحده عرب امارات وزير مملكت احمد علي الصيغ په مشرۍ كښې وشوه٬ په جے اېم سي كښې د دوه اړخيزه اړيكو د دائره كار بشپړ جاج واخستلے شو او د تجارت، بينكنګ، كلتور، سرمايه كاري، هوا بازي، رېلوے، توان، د خوراك حفاظت، موسمياتي بدلون، دفاع، د صحت پالنې، افرادي قوت، لوړو زده كړو او په انفارميشن ټيكنالوجۍ كښې مرستې قوي كولو لپاره كوټلو ګامونو ته صلاح يوه شوه۔ د غونډې په مهال د اداره جاتي مېكنزم زياتولو او بېن وزارتي رابطه كارۍ ته په ودې وركولو زور راوړلے شو٬ د افهام و تفهيم او د ورورولۍ فضا كښې د غونډې په مهال په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دواړو اړخونو په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د خپل عزم پخلے وكړو٬ فالو اپ كارروائو لپاره د طريقه كار او د فريم ورك پروټوكول، د سيكټرل وركنګ ګروپس د لارې كوآرډينيشن او شريكو دورو لپاره په سهولت هم لاسليك وشو٬ د سيشن پروټوكول نه علاوه د “انټري ويزه تقاضو شريكې استثنيٰ” او “سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره ګډ ټاسك فورس جوړولو” سره سره د “مصنوعي ذهانت او ډيجيټل اكانومي” په لوظنامه هم لاسليك وشو٬ ډلو په نتيجو د اطمينان څرګندونه وكړه او په پاكستان كښې د جے اېم سي د 13مې غونډې په شريكه توګه وركړې شوې نيټه يې اتفاق وكړو٬ د بيان له مخې د جے اېم سي سېشن په كاميابۍ سره تابيا د پاكستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ژورو او ګڼ اړخيزه اړيكو او د يوې فعاله او ترقي پسنده شراكتدارۍ لپاره شريك وژن رامخې ته كوي۔