صدر مملكت آصف علي زرداري سوئېلي وزيرستان كښې د 11 هندي پراكسي فتنه الخوارج په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د سوئېلي وزيرستان په سره روغه سيمه كښې په انټيلي جنس اډانه آپرېشن كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د 11 هندي پراكسي فتنه الخوارج په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري بيان له مخې صدر مملكت په انټيلي جنس اډانه كاروائيو په مهال د فتنه الخوارج ترهه ګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو بهادري ستائېلې۔صدر مملكت د كاروائۍ په مهال شهيد شوي میجر سید معیز عباس شاہ او لانس نائیک جبران اللہ شهيد ته د عقيدت پيرزونې وړاندې كړي۔ده ووئيل قام به د بهادرو شهيدانو قربانۍ تل ياد ساتي۔صدر مملكت د پاك پوځ بهادرو شهيدانو بهادرۍ او د وطن سره مينې ستائېنه وكړه او د شهيدانو كورنيو سره يې د يووالي څرګندونه وكړه او د هغوي لپاره يې د زغم دعا وكړه ۔صدر مملكت ووئيل د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د امنيتي ځواكونو كاروائۍ روانې وي۔ده ووئيل د ترهه ګر عناصرو خاتمې او د هېواد دفاع لپاره زمونږ عزم به غېر متزلزل وي٬دغسې ده د فتنه الخوارج بشپړه خاتمې له د قامي عزم هم څرګندونه وكړه۔