اسلام آباد۔24جون (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په جنوبي وزیرِ ستان كښې د هند سرپرستي لرونكې فعاله فتنه الخوارج ترهه ګرو په ځايونو کامیاب آپریشن كښې 11 د خارجیانو په وژلو د سکیورټي فورسز د افسرانو او اهلکارو پیشه ورہ صلاحیتونه ستائېلې دي ۔ ده ووئېل د وطن خاورې حفاظت غیر متزلزل عزم كښې زما بشمول ټول قام د پاکستان پوځ سره ولاړ دے ۔ د نهې په …
وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په کامیاب آپریشن او د 11 خارجیانو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔24جون (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په جنوبي وزیرِ ستان كښې د هند سرپرستي لرونكې فعاله فتنه الخوارج ترهه ګرو په ځايونو کامیاب آپریشن كښې 11 د خارجیانو په وژلو د سکیورټي فورسز د افسرانو او اهلکارو پیشه ورہ صلاحیتونه ستائېلې دي ۔ ده ووئېل د وطن خاورې حفاظت غیر متزلزل عزم كښې زما بشمول ټول قام د پاکستان پوځ سره ولاړ دے ۔ د نهې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیرِاعظم د آپریشن په مهال د وطن په حفاظت او د دښمن ناپاک عزائم ناکامولو له د شهادت جام نوش كونكې میجر سید معیز عباس شاہ او لانس نائیک جبران اللہ ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔وزیرِاعظم د شهداء لوړو درجو او كورنيو لپاره د صبر دعا وكړه ۔ ده ووئېل زما پشمول ټول قام د خپلو شهدا او د هغوي په كورنيو وياړ لري۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ ناسور د هېواد نه مکمل خاتمې پورې به جنګ روان ساتو ۔








