
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سيفران او كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر امير مقام سيمه ايز امن او د استحكام ودې لپاره د هېواد د عزم پخلې كولو سره وئېلي دي پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه اصولي دريځ برقرار ساتلے دے٬د سيمه ايز امن لپاره به كردار ادا كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن سيوري لاندې راجوړې كړې دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه ۔انجينئر امير مقام د ايران او اسرائيل ترمينځه د اوسني جنګ پیل كولو او غزه فلسطين كښې د سنګين ظلمونو په ارتكاب په اسرائيل تنقيد وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل پاكستان د غزه بحران او ايران اسرائيل په شخړه يو اصولي دريځ برقرار ساتلے كوم چې په پراخه پيمانه ستائېلے شوے۔ده د هېواد وسله والو ځواكونو سرلښكر فيلډ مارشل جنرل عاصم منير ته د آپرېشن بنيان مرصوص په مهال په پرېكنده اقدامات پيرزوئنې وړاندې كړی چا چې د دښمن غزائم خاورې كړل ۔انجينئر امير مقام د حكومت معاشي او مالياتي كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئېل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د ممكنه اقتصادي ديواليه كېدو څخه بچ كړے شو۔وفاقي وزير د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن او وكيلانو ورورولۍ په كال 2007 كښې د عدليې بحالۍ كښې د تاريخي كردار او سائلين ته په سمدستي انصاف وركولو كښې د پرله پسې خذمات ستائنه وكړه ۔ده ټاكلې بار كابينې موده د يو كال نه د دوو كولو تجويز وركړو دغسې چې د اقدامات ښه تسلسل او نفاذ باوري كړے شي۔د خپلې وېنا په اختتام وفاقي وزير انجينئر امير مقام د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن لپاره د 10 ملينه روپو ګرانټ اعلان وكړو او دې تاريخي بار ته خطاب لپاره يې د وزيراعظم محمد شهباز شريف دورې انتظام كولو هم وعده وكړه۔د دې څخه وړاندې د پېښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن صدر او غړو دپه راتګ د وفاقي وزير تود هركلے وكړو