اسلام آباد۔24جون (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نیب تر سېوري لاندې د مقدمو زر تر زره د تر سره كولو سپارښتنې سره وئېلې دي هېواد څخه د کرپشن او بد عنوانۍ خاتمه د حکومت په وړومبۍ پام لرنه كښې شامل ده ، نیب دې د مالیاتي فراډ ځپليو مرستې او د هغوي د روپو زر راګرځولو لپاره ګامونه واخلي ۔ د نهې په ورح د وزیراعظم …
هېواد څخه د کرپشن او بدعنوانۍ خاتمه د حکومت په ورومبۍ پام لرنه كښې شامل ده ، وزیراعظم محمد شهباز شریف

مزید خبریں
اسلام آباد۔24جون (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف د نیب تر سېوري لاندې د مقدمو زر تر زره د تر سره كولو سپارښتنې سره وئېلې دي هېواد څخه د کرپشن او بد عنوانۍ خاتمه د حکومت په وړومبۍ پام لرنه كښې شامل ده ، نیب دې د مالیاتي فراډ ځپليو مرستې او د هغوي د روپو زر راګرځولو لپاره ګامونه واخلي ۔ د نهې په ورح د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د قومی احتساب بیورو چيئرمېن لیفټیننټ جنرل (ریټائرډ) نذیر احمد بټ ملاقات وكړو ۔ د نېب چیئرمین وزیراعظم ته د قامي احتساب بیورو د دوو كالو کارکردګۍ 24-2023 راپور وړاندې كړو ۔ راپور كښې د قامي احتساب بیورو هیډ کوارټرز او سيمه ايزو دفترو د ریکوریز او کارکردګۍ په حقله تفصیلات شامل دي ۔ وزیراعظم هېواد څخه د بد عنوانۍ خاتمې لپاره د قامي احتساب بیورو د کردار ډاډګېرنه وكړه ۔ ده ووئېل هېواد څڅه د کرپشن او بد عنوانۍ خاتمې ته حکومت اول پام لرنه كوي، د کرپشن نه پاک د پاکستان ویژن تکمیل له به نیب له تولې ضروري اسانۍ وركولې شي ، نیب دې د مالیاتي فراډ ځپلو مرستې او د هغوي د روپو زر ستنولو له اقدامات وكړي ، وزیراعظم د نیب ځنډېدونكو مقدمو زر تر زره د تر سره كولو سپارښتنه وكړه ۔چیئرمین نیب ووئېل نیب په تېرو دوو كالو كښې د ارببونو روپو د خرد برد كړو روپو ریکوري كړې ده ٬ نیب په سوونو ایکړه سرکاري زمكې د غیر قانوني قبضې نه خلاصي كړې د كومو مالیت چې په اربونو روپۍ دے ، د 24-2023 كال په مهال نیب 700 انکوائرۍ بشپړې كړي او 218 تحقیقات يې سره ته رسولي او 21 نوي ریفرنس يې دائر کړي ۔ ملاقات كښې د قانون او انصاف وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ هم موجود ؤ








