پاکستان ائیرپورټس اتھارټي هند لپاره د فضائي حدود بندولو كښې د نورې يوې مياشتې پراختيا وكړه

اسلام آباد۔23جون (اے پي پي ) پاکستان ائیرپورټس اتھارټي (پی اے اے) هند لپاره د فضائي حدود بندولو كښې د لا يوې مياشتې پراختيا وكړه، په دې لړ كښې رسمي نوټېفيكشن جاري کړے شو ۔ د پاکستان ائیرپورټس اتھارټي وياند د اړخه د ګل په ورځ جاري بیان تر مخه د هند الوتكو لپاره د پاکستان فضائي حدود بندونه تر يوې مياشتې پراخه كړې شوه ۔ د پاکستان فضائي حدود …

اسلام آباد۔23جون (اے پي پي ) پاکستان ائیرپورټس اتھارټي (پی اے اے) هند لپاره د فضائي حدود بندولو كښې د لا يوې مياشتې پراختيا وكړه، په دې لړ كښې رسمي نوټېفيكشن جاري کړے شو ۔ د پاکستان ائیرپورټس اتھارټي وياند د اړخه د ګل په ورځ جاري بیان تر مخه د هند الوتكو لپاره د پاکستان فضائي حدود بندونه تر يوې مياشتې پراخه كړې شوه ۔ د پاکستان فضائي حدود به تر 23 جولائي 2025ء د هند الوتكو لپاره بند وي ۔ د هند ائیرلائنز مسافر او فوځي الوتكو لپاره به د پاکستان فضائي حدود كارولو باندې بندېز هغسې برقرار وي ، د هند رجسټرډ یا په لیز اغستلې الوتكې به هم د پاکستان فضائي حدود نشي كارولے ۔