اسلام آباد ۔23 جون (اے پي پي) د سېنېټر انوشه رحمان په مشرۍ كښې پارلماني پلاوې په آئې جي ايف فورم 2025 او پارلماني ټرېك كښې ګدون لپاره ناروے ته ورسېد۔ د خپلې دورې په مهال به پلاوې د ناروے ښار للسټروم كښې په 23 جون او 24 جون په 20م ګورننس فورم (آئې جي ايف ) 2025 او پارلمنټري ټرېك كښې ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ …
د سېنېټر انوشه رحمان په مشرۍ كښې پارلمانې پلاوې په آئې جي ايف فورم كښې ګډون لپاره ناروے ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد ۔23 جون (اے پي پي) د سېنېټر انوشه رحمان په مشرۍ كښې پارلماني پلاوې په آئې جي ايف فورم 2025 او پارلماني ټرېك كښې ګدون لپاره ناروے ته ورسېد۔ د خپلې دورې په مهال به پلاوې د ناروے ښار للسټروم كښې په 23 جون او 24 جون په 20م ګورننس فورم (آئې جي ايف ) 2025 او پارلمنټري ټرېك كښې ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكړتريت نه جاري بيان تر مخه ناروے كښې د پاكستان سفيرې سعديه الطاف د پلاوي په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه۔ د پاكستان سفيرې په ناوري كښې د مېشته پاكستانۍ كميونټي لپاره د اسانيو او اقدامات په اړه پلاوې او د آئې ټي په سېكټر كښې د سرمايه كارۍ نه خبر كړو۔ په دې معهال انوشه رحنمان په معاونت كولو د پاكستان سفيرې او چارواكو ستائنه وكړه ۔ پلاوي كشې سېنېټرز محمد اسلم ابړو ٬ چيئرمېن پي ټي اے مېجر جنرل (ر) حفيظ الرحان او نور شامل دي۔ ناروے د آئې جي ايف 20 مې سالګرې نمانځلو لپاره د 23 نه تر 27 جون د ملګرو ملتونو د انټر نېټ ګورننس فورم آئې جي ايف 2025 كوربتوب كوي۔








