نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به د جون په 24مه نيټه ابوظهبي كښې د پاكستان-يو اے اي شريك وزارتي كمېشن غونډه كښې د پاكستان مشري كوي

اسلام آباد 23جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به د جون په 24مه نيټه ابوظهبي كښې د پاكستان-يو اے اي شريك وزارتي كمېشن غونډه كښې د پاكستان مشري كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې شريك وزارتي كمېشن د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه مرستې لپاره اعلٰی ترين اداره جاتي پليټ فارم په توګه كار كوي۔په غونډه …

اسلام آباد 23جون(اے پی پی) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به د جون په 24مه نيټه ابوظهبي كښې د پاكستان-يو اے اي شريك وزارتي كمېشن غونډه كښې د پاكستان مشري كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې شريك وزارتي كمېشن د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه مرستې لپاره اعلٰی ترين اداره جاتي پليټ فارم په توګه كار كوي۔په غونډه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سټريټجك٬اقتصادي او پرمختيائي مرستې ايجنډا به مخ په وړاندې بوتللې شي۔نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستاني پلاوي كښې د اقتصادي چارو٬تجارت٬توان٬ميري ټائم افيئرز او داخله پشمول د مهمو وزارتونو سيكرټريز او سينئر چارواكي شامل وي۔متحده عرب امارات لخوا نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان به د پلاوي مشري كوي او د اړوندو اماراتي ادارو اعلٰی كچ نمائندګي به هم وي۔په غونډه كښې د دوه اړخيزه مرستې د ګڼ شمېر څانګو د پېشرفت به جاج اخستلې شي او تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان٬ د بنيادي ډهانچې پرمختګ او آئي ټي كښې مرستې لپاره به نوې لار لټولې شي۔۔غونډه به دواړو ډلو ته خپل اقتصادي ترجيحات هم آهنګ كول او د شريكې ګټورې شراكتدارې د كار دائره زياتولو امكانات به يوه مهمه موقع وركړي۔