د خيبرپښتونخوا ګورنر سره د پاكستان پيپلز پارټي مردان پلاوي ملاقات

پېښور 23جون(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د پاكستان پيپلز پارټي مردان د ضلعې صدر اسد خان په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو ۔د ګوند صوبائي صدر محمد علي شاه باچا هم په دې موقع موجو و۔ملاقات كښې په مردان كښې د واپډا لخوا د لوډشيډنګ پشمول په نورو مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر واپډا چارواكو سره رابطه وكړه او اړوند وچاروكو ته يې د دې مسئلو حل كولو هدايت وكړو٬په ملاقات كښې د ګوند په تنظيمي معاملات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔