
اسلام آباد۔22جون(اے پی پی) پاكستان په ايراني جوهري تنصيباتو د امريكائي بريدونو غندنه كولو سره وئيلي دي چې مونږ ته په منطقه كښی په نور تاؤ تريخوالي كښې په ممكنه زياتوالي سخته اندېښنه ده۔ مونږ ددې خبرې پخلې كوو چې دا بريدونه د نړيوالو قوانينو د ټولو اصولو خلاف ورزي ده او ايران د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې د خپلې دفاع جائز حق لري۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي چې د ايران په ضد د روان جارحيت له امله په تاؤ تريخوالي او تشدد كښې غېر معمولي زياتوالې زيات پرېشانه كوؤنكې دې٬ په تاؤ تريخوالي كښې زياتوالي سره به په منطقه او منطقې څخه بهر سخت زيان رسوونكي اثرات مرتب شي۔ وياند ووئيل مونږ د وګړو د ځانونو او د املاكو د احترام كولو او د شخړو په سمدستي توګه د ختمولو په لازمي ضرورت زور راوړؤ۔ ټولو اړخونو له به د نړيوال قانون په خاص توګه د نړيوال بشري قانون پابند پاتے كېدل وي۔ د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو او د مقاصدو له مخې خبرې اترې او سفارتكاري د منطقې د بحرانونو د حل كولو يوازينۍ د عمل وړ لاره ده۔