د وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د اعجاز حسين جاكھراني د مور په مړينه غمرازي

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (نون) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام په قامي اسمبلۍ كښې د پيپلز ګوند چیف وهپ او د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز حسېن جاكھراني د مور په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ دې ځايې څخه د جاري شوي بيان له مخې انجینئر امیر مقام اعجاز حسېن جاکھرانی او د هغه كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي۔