د وفاقي وزير محسن نقوي په صوابۍ كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پيښې غندنه

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په صوابۍ كښې په پوليس اهلكارو د ډزو پېښې غندنه كولو سره د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د هغوي كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د ډزو په پېښه كښې شهيد شوو دوه پوليس اهلكارو جمال الدين او زاهد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل د شهيد شوو پوليس اهلكارو د كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يوو۔ محسن نقوي ووئيل پوليس اهلكارو د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړې ده۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا پوليس مېړنو فرزندانو بلها قربانۍ وركړې دي۔ محسن نقوی ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس سترو قربانيو ته سلام كوم۔ ده ووئيل د شهيد پوليس اهلكارو قربانۍ به هېڅكله بې ځايه نه ځي۔