
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير سينيټر احسن اقبال د اسلام آباد په H-11 سېكټر كښې د نېشنل پوليس د جوړېدونكي روغتون دوره كړې٬ په دې موقع د داخله چارو وزير مملكت طلال چوهدري٬ د اسلام آباد پوليس آئي جي او ډپټي كمشنر هم دوي سره وو۔ په دې موقع احسن اقبال د روغتون د تعميراتي كار پېشرفت د ډاډ وړ ګرځولو سره اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې منصوبه دې تر جون 2026 په هر صورت بشپړه كړې شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال د منصوبې تفصيلات بيانولو سره ووئيل په سلو كټونو مشتمل دا به يو جديد روغتون وي٬ چې پكښې به جنرل ميډيسن، سرجري، ايمرجنسي او هنګامي طبي سهولتونهو وركولې شي او د دې روغتون جوړېدو سره به نزدې 12 زره پوليس اهلكارو ته نېغ په نېغه جديد طبي سهولتونه ترلاسه شي۔