د خزانې وفاقي وزير به (نن) په بجټ بحث راغونډوي٬ بلوچستان زمونږ زړه ته نزدې دے۔ وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د خزانې وفاقي وزير به (نن) په بجټ بحث راغونډوي٬ د بلوچستان مسئلې ډېر جدي دي٬ زمونږ په نېت دې شك ونه كړے شي٬ وفاقي حكومت چې صوبې لپاره څه هم كولې شي كوي به۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د بېلا بېلو غړو لخوا د پورته كړو نكاتو …

اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د خزانې وفاقي وزير به (نن) په بجټ بحث راغونډوي٬ د بلوچستان مسئلې ډېر جدي دي٬ زمونږ په نېت دې شك ونه كړے شي٬ وفاقي حكومت چې صوبې لپاره څه هم كولې شي كوي به۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د بېلا بېلو غړو لخوا د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د بلوچستان ترقۍ ته خاص پاملرنه كوي٬ په صوبه كښې څلور دانش سکولونه جوړولې شي٬ په يو سكول درې اربه روپۍ لګښت راځي٬ د بلوچستان حكومت هم دې كښې آن بورډ اخستلے شوے ٬ دغسې چې د پي ډي اېل كله پرېكړه وشوه نو وزيراعظم ووئيل ټېكس ګرد هېواد څخه جمع كول دي٬ زه بلوچستان له دا سهولت وركول غواړم٬ ده ووئېل د خونړي سړك معامله دلته څو ځله پورته كړې شوې ٬ ھغه ټولې روپۍ منتقل كړې شوي او د كوئټه٬ چمن كراچۍ ستره لاره به ښه كولې شي۔

مزید خبریں