د خيبرپښتونخوا كابينې غونډه٬ په ايران د اسرائيلي بريد غندنه

پېښور 13جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې غونډه كښې په اسلامي ورور هېواد ايران د اسرائيل بريد په سختو ټكو كښې غندنه شوې۔ د كابينې غړو په متفقه توګه ووئيل چې په ايران بريد په ټوله اسلامي نړۍ د بريد مترادف دے او مونږ د دې بشپړه غندنه كوو٬ د خېبرپښتونخوا كابينې غونډه كښې د اسرائيل جارحانه اقدام د نړيوالو …

پېښور 13جون(اے پی پی)د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور په مشرۍ كښې د صوبائي كابينې غونډه كښې په اسلامي ورور هېواد ايران د اسرائيل بريد په سختو ټكو كښې غندنه شوې۔ د كابينې غړو په متفقه توګه ووئيل چې په ايران بريد په ټوله اسلامي نړۍ د بريد مترادف دے او مونږ د دې بشپړه غندنه كوو٬ د خېبرپښتونخوا كابينې غونډه كښې د اسرائيل جارحانه اقدام د نړيوالو قوانينو او د ايران د خپلواكۍ ښكاره خلاف ورزي ګرځولې۔ صوبائي كابينې د ايران اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونه كولو سره وئېلي چې مونږ به د ايران وروڼو خوېندو په هر محاذ ملاتړ جاري ساتو۔ كابينې په غونډه كښې په منطقه كښې د امن او سلامتيا په بحالۍ او اسلامي نړۍ په يووالي زور راوړو۔ كابينې نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د دې جارحيت فوري نوټس واخلي