
کوئټه 11 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلی میر سرفراز بګټي د بلوچستان د پخواني چیف سیکرټري کلے بخش رند په مړینه د غم دړډ څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزير اعلی ووئيل ارواښاد یو قابل ، اوښیار او مدبر انسنان ؤ۔وزير اعلی ووئيل ارواښاد په بلوچستان کښې د امن ، پرمختګ او ښې حکمرانۍ بنيادونه قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ د هغه خدمات به تل یاد ساتلې شي۔ میر سرفراز بګټي د اروښاد د لوړو درجو او د غمجني كورنۍ زغم لپاره دعا وکړه۔ ده ووئيل د بلوچستان حکومت د غم په دې وخت كښې د غمجني کورنۍ سره په غم کښې شریك دے