
پېښور 11 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د شورو په ورځ د عظيم باغ کوهاټ دوره كولو سره د حق رسېدلي پخواني سينيټر عباس آفريدي كورنۍ سره يې غمرازي ښكاره كړې ده ۔ په دې موقع د پاکستان پيپلز پارټي پارليمنټيرين مرکزي سيکرټري جنرل نيئر حسېن بخاري او صوبائي جنرل سيکرټري شجاع خانزاده هم ګورنر سره وٶ۔ په دې موقع دوي په ناوړه پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ دوي د غمژنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه هم وكړه٬ د دې نه وروستو ګورنر د پيپلز پارټۍ ضلعي سيکرټري اطلاعات جاوېد اقبال آفريدي استوګنې ته هم لاړو او د ارواښاد كورنۍ سره يې د يووالي څرګندونه وكړه۔ په دې موقع دوي د ارواښاد لوړو درجو لپاره لاس نيوه وكړه