پېښور 11 جون (اے پي پي) د صوبائي حكومت پور 709 اربه پاتې شو٬ په 6 مياشتو كښې 23 اربه قرض واپس كړے شوے ٬ د خېبر پښتونخوا د خزانې محكمې له مخې د ټولو نه زيات پور د ټرانسپورټ په څانګه كښې اغستے شوے او دا پور د 216 اربه روپو نه زيات شوے دے۔ د خزانې څانګې لخوا د جاري تفصيلات له مخې تر 31 دسمبر كال 2024 د صوبې مجموعي پور 709 اربه 61 كروړه روپۍ دے كوم چې د 18 څانګو بېلا بېلو منصوبو لپاره د مرستې نړيوالو ادارو څخه اخستلے شوے ٬ په دې كښې د ټولو نه زيات قرض د ټرانسپورټ د څانګې دے او دا پور د 216 اربه روپو نه زيات شوے دے۔ د يادونې وړ ده په صوبائي حكومت پور 709 اربه روپۍ دے او په دې لړ كښې د شپږو مياشتو په جاري رپورټ كښې وئيلي شوي په شپږو مياشتو كښې 23 اربه پور بېرته ستون كړے شوے