اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د لويے اختر په مباركه موقعه اسلامي نړۍ او ټول پاكستاني قام ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا ورځ د ايمان ٬ قربانۍ ٬ ايثار او ورورولۍ جذبې بيا ژوندۍ كولو ورځ ده٬ د قربانۍ اختر د حضرت ابراهیم ؑاو حضرت اسماعیل ؑ د ځانګړي اطاعت ٬ قربانۍ او تسليم ورضا ياد تازه كوي٬ …
د لويے اختر په مباركه موقعه اسلامي نړۍ او ټول پاكستاني قام ته د زړه له كومي مباركي ٬ دا ورځ د ايمان ٬ قربانۍ ٬ ايثار او ورورولۍ جذبې بيا ژوندۍ كولو ورځ ده: صدر مملكت آصف علي زرداري
اسلام آباد۔6 جون(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د لويے اختر په مباركه موقعه اسلامي نړۍ او ټول پاكستاني قام ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره وئيلي دي چې دا ورځ د ايمان ٬ قربانۍ ٬ ايثار او ورورولۍ جذبې بيا ژوندۍ كولو ورځ ده٬ د قربانۍ اختر د حضرت ابراهیم ؑاو حضرت اسماعیل ؑ د ځانګړي اطاعت ٬ قربانۍ او تسليم ورضا ياد تازه كوي٬ زمونږ انفرادي او اجتماعي كاميابي د پاك پروردګار اطاعت سره تړلې ده٬ دعا ده چې پاك پروردګار دا اختر زمونږ هېواد او ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خېر ٬ بركت ٬ يووالي او سوكالۍ سبب وګرځوي۔ د ایوان صدر میډیا ونګ لخوا د جمعې په ورځ په جاري شوي پېغام كښې صدر مملکت آصف علی زرداری د قربانۍ اختر په موقعه ټول پاكستاني قام او اسلامي نړۍ له د زړه له كومي مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د ايمان ٬ قربانۍ ٬ ايثار او ورورولۍ جذبې بيا ژوندۍ كولو ورځ ده٬ دعا ده چې پاك پروردګار دا اختر زمونږ هېواد او ټولې اسلامي نړۍ لپاره د خېر ٬ بركت ٬ يووالي او سوكالۍ سبب وګرځوي۔ صدر مملكت ووئيل د قربانۍ اختر د حضرت ابراهیم ؑاو حضرت اسماعیل ؑ د ځانګړي اطاعت ٬ قربانۍ او تسليم ورضا ياد تازه كوي٬ دغه عظيم هستيانو د پاك پروردګار حكم منلو سره د اطاعت ٬ وفادارۍ ٬ ايثار او قربانۍ يو روښانه مثال قائم كړو٬ دا ورځ مونږ ته دا خبره يادوي چې د پاك پروردګار رضا لپاره بايد له كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه ونكړې شي٬ زمونږ انفرادي او اجتماعي كاميابي د پاك پروردګار اطاعت سره تړلې ده۔ صدر مملكت ووئيل د اختر په موقع قربانۍ سره سره مونږ له به دا عهد هم كول وي چې مونږ به خپل چاپېرچل كښې د ژوند كوؤنكي هر يو محتاج او بې وزله خيال ساتؤ٬ مونږ له به په خپلو رويو كښې قربانۍ ٬ مينې ٬ ورورولۍ او يووالي ته وده وركول وي٬ مونږ له به د يو بل په غم دړد كښې شريك كېدو سره پاكستان يو عظيم او سوكاله هېواد جوړول وي۔ صدر مملكت ووئيل په دې موقعه ټول قام له د دې عزم پخلې كول دي چې مونږ به د يو قام په حېث زړونه له كركې او تعصب څخه پاك كوؤ او اخلاص سره به د هېواد او اسلامي نړۍ سرلوړۍ له خپل كردار ترسره كوو۔ صدر مملکت ووئيل پاك پروردګار دے زمونږ قربانۍ په خپل دربار كښې قبوله كړي٬ پاكستان ته دې امن ٬ پرمختګ او سوكالي وركړي او مونږ ته دې يو موټي او مضبوط قام جوړېدو توفيق راكړي۔












