واشنګټن 05 جون (اے پي پي) د پاکستان د سفارتي مشن مشر بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د امريکا جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د پاك و هند شخړې په مهال مثبت كردار لوبولې٬ د ثبوت نه غېر تور لګولو سره د بريد كولو هندي رويه د مودي د جنګي جنون مظهر دے۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو …
د امريکا جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د پاك و هند شخړې په مهال مثبت كردار لوبولې٬ د ثبوت نه غېر تور لګولو سره د بريد كولو هندي رويه د مودي د جنګي جنون مظهر دے۔ بلاول بھټو زرداري
واشنګټن 05 جون (اے پي پي) د پاکستان د سفارتي مشن مشر بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د امريکا جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د پاك و هند شخړې په مهال مثبت كردار لوبولې٬ د ثبوت نه غېر تور لګولو سره د بريد كولو هندي رويه د مودي د جنګي جنون مظهر دے۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د امريکا په کانګريس كښې د پاکستاني کاکس غړو سره ليدلي٬ په دې موقع د پلاوي غړي هم موجود وو۔ بلاول د ري پبلکن پارټۍ جېك برګ مين او د ډيموکريټك پارټۍ ټام سوازي او نورو سره هم ملاقات كړې۔ د امريكا په کانګريس كښې د پاکستاني کاکس غړو په وړاندې ده د هند د آبي جارحيت مقدمه وړاندې كړه۔ بلاول بھټو ووئيل چې هند اوبه وسله جوړولو سره د ګردې نړۍ سباٶن په خطر كښې اچول غواړي، د امريکا جمهورريئس ډونلډ ټرمپ د پاك و هند شخړې په مهال مثبت كردار لوبولې٬ د ثبوت نه غېر تور لګولو سره د بريد كولو هندي رويه د مودي د جنګي جنون مظهر دے٬ پاکستان امن پسند هېواد دے خو هند په هېڅ صورت كښې د امن خبرو له چمتو نه دے۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو په منطقه كښې تل پاتي امن او د اولس په كچه روابط زياتولو لپاره سلا وكړه٬ د کانګريس غړو د پاكستان موقف واورېدو او شريكو روابطو ته وده وركولو لپاره ئې د رضامندۍ څرګندونه وكړه












