مالي كال 26-2025 لپاره د 4 زره ارب روپو قامي پرمختيائي لے آؤټ تيار كړے شوے دے: د وفاقي وزير احسن اقبال ميډيا سره خبرې

اسلام آباد۔5 جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې مالي كال 26-2025 لپاره د 4 زره ارب روپو قامي پرمختيائي لے آؤټ تيار كړے شوے دے كوم چې په اصل كښې 2028-29 لپاره مقرر كړے شوے ؤ۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په دې كاميابۍ كښې غوره حكمرانۍ ٬ صوبائي همغږۍ كښې زياتوالي …

اسلام آباد۔5 جون(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي چې مالي كال 26-2025 لپاره د 4 زره ارب روپو قامي پرمختيائي لے آؤټ تيار كړے شوے دے كوم چې په اصل كښې 2028-29 لپاره مقرر كړے شوے ؤ۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په دې كاميابۍ كښې غوره حكمرانۍ ٬ صوبائي همغږۍ كښې زياتوالي او فعاله ټېكس وصولۍ بنيادي كردار ترسره كړو۔ ده په ټېكس وصولۍ كښې د 29 فيصد اضافې ستائنه كولو سره ووئيل د دې له امله د صوبو آمدن زيات شو او قامي پرمختيائي خرڅونه زيات كړې شول۔ وفاقی وزیر سږ كال د 4.2 فیصد جی ډی پی ګروتھ ترلاسه كولو عزم څرګندولو سره ووئيل چې د 5 كلنې مودې تر پايې به دا شرح 6 فیصد ته ورسي۔ ده ووئيل 2029 لپاره د بېلو څانګو د پرمختيائي شرح په هدفونو كښی زراعت 5.1 فیصد، صنعت 7.2 فیصد او د خدمات شعبې 6.2 فیصد شامل ده چې ورسره به د هېواد جی ډی پی 600 ارب ډالر ته ورسي او سړي سر آمدن به 2,000 ډالر شي۔ ده ووئيل زمونږ پراخا وژن دا دے چې تر كال 2035ﺀ دې پاكستان د يو كھرب ډالر معيشت جوړ كړے شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو څخه راغلې ترسيلات زر هم زيات شوي دي كوم چې په تېرې درې كلونو كښې 10 اربه ډالره څخه زياتېدو سره 27 ارب او بيا 37 ارب ډالر شوي دي۔ وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د يوې مهمې غونډې حواله وركړه په كومه كښې چې د آزاد جموں وكشميراو ګلګت بلتستان استازو هم ګډون وكړو۔ د غونډې يوازينۍ ايجنډا د هند جارحيت په ضد شريكه قامي تګلاره تشكيلول وو۔ ده خبردارې وركړو چې د هند اوبه د وسلې په توګه كارولو د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي ده۔ د پاكستان د اوبو حقونو د هند كوم احسان نه دے بلكې نړيوالو لوظنامو ته تحفظ ترلاسه دے

مزید خبریں