د اوبو نوې پانګې جوړولو له به په ګډه كار كول وي: د وزيراعظم د اوبو نوې پانګې جوړولو او فنډنګ په اړه جوړې كړې شوې كميټۍ ته امر

APP03-050625 ISLAMABAD: June 05 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting on water resources and storage. APP/MAF/TZD

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د وفاقي حكومت او صوبو پشمول د وفاق ټولو اكائيانو له به په هېواد كښې د اوبو نوې پانګې جوړولو له په ګډه كار كول وي، د غير متنازعه پانګو جوړول به په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي٬ د نوې بندونو جوړښت به د ټولو صوبو په سلا كېږي۔ وزيراعظم دا خبرې د آبي وسائلو چارو په اړه غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د اوبو پانګو پحقله د نوې بندونو جوړولو په تګلاره تفصيلي غور وشو۔ د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلٰی وزيرانو او د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم په يوه خله د هند د آبي جارحيت غندنه وكړه او په دې لړ كښې ئې وفاقي حكومت سره اودرېدو له د عزم پخلې وكړو۔ وفاقي او صوبائي حکومتونو بنيان مرصوص جوړېدو سره د هېواد آبي امنيت باوري كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په هېواد كښې د اوبو نوې پانګو جوړولو او د دې فنډنګ پحقله د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كمېټئ جوړولو احكامات جاري كړل٬ كمېټي به نوې بندونه جوړولو له د بېلا بېلو تګلارو جاج اخلي او په دې حواله به سفارشات وزيراعظم ته وړاندې كوي۔ په کمېټۍ كښې به د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلٰې وزيران او د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم او اړوند وفاقي وزيران شامل وي۔ وزيراعظم كمېټۍ ته په 72 ساعتونو كښې د رپورټ وړاندې كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې د اوبو وسائلو او دريابونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د ديا مر بھاشا ډيم جوړولو كار روان دے كوم چې به تر كال 2032 بشپړ شي٬ د مومند ډيم تر كال 2027 د بشپړېدو امكان دے، دا مهال په هېواد كښې يوولس بندونه دي چې د اوبو د ذخيره كولو مجموعي صلاحيت ېې 15.318 ملين اېکړ فټه دے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د پي اېس ډي پي له مخې 32 كوچنې او او لوي بندونه جوړېږي او د كلن پرمختيائي پروګرام له مخې 79 ډيمز جوړېدونكي دي۔په غونده كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، چيف آف دي آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيران خواجه آصف، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، عطاء تارړ، انجينئر امير مقام، سردار اويس احمد خان لغاري، معين وټو، د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء الله، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور٬ د پنجاب وزيراعلٰې مريم نواز، د سندھ وزيراعلیٰ سيد مراد علي شاه، د بلوچستان وزير اعلیٰ سرفراز بګټي، د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق، د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ ګلبرخان، د رېلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني، د څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان او آزاد جمو و کشمير چيف سيکرټريز او نورو اړوند چارواكو ګډون كولو