
اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې كوم هم فريق په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامې څخه وتلے نه شي ٬ د هند دړكې هيڅ معنی نه لري ٬ د روايتي جنګ په څير د اوبو په معامله به هم د هند غرور خاورو سره سم كړؤ، پاکستانے قام يو موټے دے ٬ مشاورت سره به د راتلونكو نسلونو تحفظ له ’’ كه اوس نه وي بيا به كله نه وي ‘‘ په بنياد زړه ورې پرېكړې او كوټلي اقدامات كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اوبو ذخيرو په اړه مهمې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، فیلډ مارشل سید عاصم منیر، وفاقی وزيران ، صوبائی مشرتابه او اعلی سركاري چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل هند په اوسني جنګ كښې بدترينه ماتې خوړلو څخه وروستو پرله پسې سندھ طاس لوظنامه د وسلې په توګه د كارولو دړكې وركوي۔ ده ووئيل په اوسني جنګ كښې چې پاك پروردګار مونږ ته كومه تاريخي بريا راكړې په هغې چې څومره هم شكر ادا كړؤ كم دے۔ د شكر ادا كولو غوره طريقه دا ده چې مونږ شپه او ورځ خواري وكړؤ او په جنګ كښې د ترلاسه كړې عظيمې بريا په څير هېواد عظيم جوړ كړؤ۔ وزیراعظم ووئيل په معاشي مېدان كښې وفاق او صوبو په ګډه 24 كروړه اولس لپاره په زړه پورې سباؤن ترتيب كول دي او په معاشي مېدان كښې كاميابي يوازې خبرو سره نه بلكې عملي ګامونو سره ممكن ده۔ ده ووئيل په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې امريكا او نورو هېوادونو دا خبره په ډاګه كړې چې د سندھ طاس لوظنامې خلاف ورزي د قبلولو وړ نه ده۔ وزيراعظم ووئيل د يو قام په توګه دا زمونږ فرض دي چې مونږ راتلونكو نسلونو له يو محفوظ سباؤن پرېږدؤ۔ ده ووئيل د سندھ طاس لوظنامې له مخې د سندھ ٬ جهلم او چناب په اوبو د پاكستان حق دے٬ مونږ له به د هندي جارحيت په ضد ګامونه پورته كول وي٬ د اوبو خپل حق محفوظ جوړول مونږ ټولو لپاره اجتماعي چېلنج دے۔ وزیراعظم ووئيل د څلورو واړو صوبو د اوبو ضرورت ترسره كول حكومتي ترجيح ده ٬ د روايتي جنګ په څير د اوبو په معامله به هم هندي غرور خاورو سره سم كړؤ۔ ده وويل پاكستان به نړيوالې آبي لوظنامې نظر كښې نيولو سره خپل حق لپاره غږ پورته كوي۔ ده ووئيل د 91 لوظنامې لاندې مشاورت سره به د اوبو ذخيرو تعمير باوري كوو۔ ده ووئيل په كومه متنازعه معامله به خبره كولې نه شي ٬ په كومو منصوبو چې د ټولو اتفاق دے كه په هغې مو كار ونكړو نو راتلونكي نسلونه به مونږ معاف نه كړي۔ وزیراعظم ووئيل په 24 اپرېل د نېشنل سکیورټی کمېټۍ غونډه كښې د آبی دړكو جاج اغستې شوې ؤ۔ ده ووئيل پاكستان به د هند د آبي دړكو معامله په سياسي او سفارتي محاذونو په بشپړ ډول پورته كوي٬ كوم هم فريق په يو اړخيزه توګه سندھ طاس لوظنامې څخه وتلے نه شي ٬ د هند دړكې هيڅ معنی نه لري ٬ د روايتي جنګ په څير د اوبو په معامله به هم د هند غرور خاورو سره سم كړؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د هند مقابله كولو له خپل ځان چمتؤ ساتل وي۔ وزیراعظم معاشی ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل د هند ټولې سفارتي هڅې ناكامه شوي دي او نړيوالې مالياتي ادارې زمونږ قرضې منظور كړې حال دا دې چې هند زمونږ په ضد بشپړ لابنګ كړے و