د سينيټ دوهم چيئرمېن حاجيانو او اسلامي نړۍ له د حج مباركي وركړه

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د وقوف عرفه په موقع د مناسك حج په ادا كولو ټولو حاجيانو او اسلامي نړۍ له د حج مباركي وركړې۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل دا ورځ مسلمانانو لپاره د روحاني عهد د تجديد ورځ ده چرته چې هر مومن د لوي څښتن رضا لپاره د هر ډول قربانۍ …

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د سينيټ دوهم چيئرمېن سيدال خان د وقوف عرفه په موقع د مناسك حج په ادا كولو ټولو حاجيانو او اسلامي نړۍ له د حج مباركي وركړې۔ د سينيټ سيکرټريټ له مخې د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل دا ورځ مسلمانانو لپاره د روحاني عهد د تجديد ورځ ده چرته چې هر مومن د لوي څښتن رضا لپاره د هر ډول قربانۍ د عزم څرګندونه كوي۔ سيدال خان ووئيل د حضرت ابراهيمؑ په سنت عمل كولو سره هر مسلمان اخلاص، وفاداري او د قربانۍ د جذبې تجديد كوي۔ ده ووئيل حج د اسلام يو اهم ركن دے كوم چې اسلامي نړۍ ته د اتحاد، مساوات، اخوت او قربانۍ درس وركوي۔ ده زور راوړو چې نن اسلامي نړۍ د وړاندې نه زيات اتحاد او يووالي ته اړتيا لري۔ په دې موقع سېدال خان په خاص توګه ټول نېك مرغه حاجيانو له مباركي وركړه چا چې سږ كال د كعبې زيارت او د حج مناسك ادا كولو سعادت ترلاسه كړې۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې د حاجيانو عبادات، دعاګانې قربانۍ قبولې كړي او ھغوي دې تقویٰ، برکت او اخلاص سره خپلو هېوادونو ته ستانه شي۔

مزید خبریں