وفاقي وزير عطاء تارړ سره د انفارميشن سروس اکيډمۍ ډائريکټر جنرل مبشر توقير شاه وليدل

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د انفارميشن سروس اکېډمۍ ډائريکټر جنرل مبشر توقير شاه د زيارت په ورځ الوداعي ملاقات كړې٬ په دې موقع وفاقي وزير مبشر توقير شاه ته د اطلاعاتو وزارت كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې اعزازي شيلډ وړاندې كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د مبشر توقير شاه …

اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د انفارميشن سروس اکېډمۍ ډائريکټر جنرل مبشر توقير شاه د زيارت په ورځ الوداعي ملاقات كړې٬ په دې موقع وفاقي وزير مبشر توقير شاه ته د اطلاعاتو وزارت كښې د غوره خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې اعزازي شيلډ وړاندې كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د مبشر توقير شاه خدمات د اطلاعات وزارت، ميډيا او د ابلاغ عامه په څانګو كښې د تقليد وړ دي۔ ده ووئيل مبشر توقير شاه تل قامي مفادات وظيفائي ديانتداري مقدم ساتلې، د دوي په مشرۍ كښې انفارميشن سروس اکيډمۍ د ځوانانو افسرانو په تربيه كښې ځانګړې كردار لوبولې۔ مبشر توقير شاه په دې موقع د اطلاعاتو وزارت، ملګرو افسرانو او د عملې مننه كولو سره ووئيل په وزارت كښې په خپل کيريئر وياړ لرم۔ ده ووئيل زه لاس په دعا يم چې وزارت په سباٶن كښې په قامي بيانيه قوي كولو كښې بشپړه كردار ولوبوي۔ د يادونې وړ ده چې مبشر توقير شاه د اطلاعاتو وزارت ايډيشنل سيکريټري او د پي ټي وي منيجنګ ډائرېکټر په حېث خپله وظيفه ترسره كړې ده

مزید خبریں