اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) پاکستان د اهمو ماحولياتي بحرانونو مخنيوي او د راتلونكي كول په خاطر د زمكې حفاظت لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري۔ دا خبره د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ په جاري بيان كښې وئيلي شوې چې پاکستان د ماحوليات نړيواله ورځ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه لمانځي۔ په بيان كښې …
پاکستان د اهمو ماحولياتي بحرانونو مخنيوي او د زمكې حفاظت لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) پاکستان د اهمو ماحولياتي بحرانونو مخنيوي او د راتلونكي كول په خاطر د زمكې حفاظت لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري۔ دا خبره د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ په جاري بيان كښې وئيلي شوې چې پاکستان د ماحوليات نړيواله ورځ نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه لمانځي۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې دا ورځ نړۍ ته د پېښو ماحولياتي چېلنجز په اړه د بېدارۍ او د زمكې حفاظت لپاره د اجتماعي هڅو تندولو لپاره مهمه موقع وركوي۔ وياند وويل چې د موسمياتي بدلون د ټولو نه زيات ځپلې هېوادونو كښې يو پاکستان دے۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي چې دا مهال كله چې نړۍ ٬ په زمكه ٬ دريابونو او سمندرونو كښې د پلاسټك د آلودګۍ لوي چېلنج سره مخ ده مونږ دا ګڼو چې د كال 2025 د ماحوليات نړيواله ورځ د “بيټ پلاسټك پلوشن” تھيم له مخې لمانځل ضروري دي۔ وياند ووئيل د سږني كال تهيم د پلاسټك آلودګۍ مخنيوي لپاره پاكستان قامي هڅو سره همغږي لري۔ په اپرېل كال 2025 كښې د پاكستان حکومت د پلاسټك آلودګۍ كمي لپاره نېشنل ايکشن روډ مېپ پېل كړې چې پكښې د پلاسټك فضله كمولو لپاره د يو جامع لائحې خاكه وړاندې كړې شوې ده۔ د بيان له مخې پاکستان د اهمو ماحولياتي بحرانونو مخنيوي او د راتلونكي كول په خاطر د زمكې حفاظت لپاره د خپل كردار لوبولو عزم لري












