د سيد يوسف رضا ګيلاني د وقوف عرفه په موقع د حج مهم ركن په ادا كولو ټولو حجاج كرام او اسلامي نړۍ ته خصوصي مباركي

اسلام آباد۔5 جون(اے پی پی) سيد يوسف رضا ګيلاني د وقوف عرفه په موقع د حج مهم ركن په ادا كولو ټولو حجاج كرام او اسلامي نړۍ ته خصوصي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې په دې مباركه ورځ هر يو مسلمان دا عهد كوي چې هغه د خپل …

اسلام آباد۔5 جون(اے پی پی) سيد يوسف رضا ګيلاني د وقوف عرفه په موقع د حج مهم ركن په ادا كولو ټولو حجاج كرام او اسلامي نړۍ ته خصوصي مباركي وركړې ده۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل چې په دې مباركه ورځ هر يو مسلمان دا عهد كوي چې هغه د خپل پروردګار په احكاماتو عمل كولو له هرې يوې قربانۍ ته تيار دے٬ د قربانۍ جذبه د هغه عهد تائيد دے د كوم اعلان چې ابراهيم علېه السلام كړے ؤ۔ ده ووئيل حج مونږ ته د مساواتو ٬ يووالي او ورورولۍ درس راكوي٬ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل ټولو خوش قسمته حاجيانو صاحبانو ته د زړه له كومي مباركي وركوم كومو چې سږ كال د پاك پروردګار د كور د زيارت كولو او د حج مناسك ادا كولو شرف ترلاسه كوي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې د دوئي عبادتونه ٬ دعاګانې او قربانۍ په خپل دربار كښې قبولې كړي او دوئي دې په زړونو كښې د سكون ٬ بركت او تقوی سرمايې سره په خېر خوشحالۍ خپل وطن ته راشي٬ د دوئي حاضري دې نه يوازې دوئي لپاره بلكې ټول هېواد او اسلامي نړۍ له د خېر او بركت ذريعه وګرځي۔

مزید خبریں