اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پلاسټك آلودګي ماحولياتي چيلنج دے كوم چې زمونږ ماحولياتي نظام، معيشت او راتلونكو نسلونو لپاره خطر دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د جون پنځمې نېټې د ماحوليات نړيوالې ورځ مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د زمكې تحفظ او تل پاتے پرمختګ مخ …
د پلاسټك آلودګي زمونږ ماحولياتي نظام، معيشت او راتلونكو نسلونو لپاره خطر دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پلاسټك آلودګي ماحولياتي چيلنج دے كوم چې زمونږ ماحولياتي نظام، معيشت او راتلونكو نسلونو لپاره خطر دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د جون پنځمې نېټې د ماحوليات نړيوالې ورځ مناسبت سره خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان د زمكې تحفظ او تل پاتے پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو له د خپل عزم پخلي كولو سره نړيوالې ورورولۍ سره يو برابر ولاړ دے٬ سږني كال د ماحوليات نړيوالې ورځ تهيم د “پلاسټك آلودګۍ خاتمه” ده، پلاسټك څخه د رامېنځ ته كېدونكي تلوث مخنيوي لپاره په سمدستي توګه عملي ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل دا آلودګي نه يوازې دريابونه او سمندرونه اغېزمن كوي بلكې سمندري ژوند لپاره هم مضر ده٬ ګرده نړۍ كښې د پلاسټك فضله تر خطرناك حد رسېدلې ده او پاكستان هم دې الودګۍ څخه سخت متاثر شوے دے٬ د پلاسټك څخه د رامېنځ ته شوې آلودګي په ضد ګردې نړۍ له به په ګډه اقدامات پورته كول وي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت په داسې پاليسو د عملدرامد عزم لري كوم چې ماحول دوست او د توان متبادل ذريعو ته وده وركوي، ددې د ذمه وارانه استعمال ډاډګيرنه كوي او د پلاسټك په استعمال سخت قوانين او ضوابط نافذ كوي٬ خو په حقيقت كښې بدلون انفرادي كچې څخه پېل كېږي٬ زمونږ كورونو٬ زمونږ محلو او د ژوند په هره څانګه كښې زمونږ انتخاب څخه دا پېل كېږي٬ راځۍ چې په نننۍ ورځ دا عزم وكړو چې مونږ به د راتلونكي كول تحفظ لپاره ماحول بهتر او پاك جوړولو لپاره د خپلې برخې كردار لوبوٶ۔










