د وزيراعظم ديامر كښې د پوليو كيس سخت نوټس ٬ د اميونائزيشن لا غوره كولو هدايت

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ديامر ضلع كښې د پوليو كيس سخت نوټس اخستلو سره د معمول اميونائزيشن لا غوره كولو هدايت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا هدايت د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پوليو فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د ملاقات په مهال وكړو۔ وزیراعظم په دیامر كښې …

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په ديامر ضلع كښې د پوليو كيس سخت نوټس اخستلو سره د معمول اميونائزيشن لا غوره كولو هدايت كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم دا هدايت د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال د پوليو فوكل پرسن عائشه رضا فاروق سره د ملاقات په مهال وكړو۔ وزیراعظم په دیامر كښې په رپورټ شوي اوسني كېس سخته اندېښنه ښكاره كړه او هدايت يۍ وكړو چې د معمول امیونائزېشن دې لا غوره كړې شي۔ وزیراعظم داسې كونسلونه چرته چې د پوليو كېسونه زيات رپورټ كيږي او غوره امیونائزېشن نه لري د هغې دې كوټلې نګراني وكړې شي۔

مزید خبریں