اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې پاكستان د خپلې دفاع حق كارولو سره د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړی٬د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې پلاوې د پاكستان دريځ رامخې ته كولو لپاره په بهرنۍ دوره دے٬ پاكستان په موثر ډول حقائق نړۍ ته وړاندې كړي٬نړيوالې ورورولۍ د پاكستان د سفارتي هڅو ستائنه كړې٬ د هند او پاكستان ترمينځه ملټري …
پاكستان د دفاع خپل حق كارولو سره د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړو٬د هند او پاكستان ترمينځه ملټري ټو ملټري تفاهم او جنګ بندۍ په ځاي ده۔ د نائب وزيراعم اسحاق ډار پرېس كنفرنس ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئېلي دي چې پاكستان د خپلې دفاع حق كارولو سره د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړی٬د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې پلاوې د پاكستان دريځ رامخې ته كولو لپاره په بهرنۍ دوره دے٬ پاكستان په موثر ډول حقائق نړۍ ته وړاندې كړي٬نړيوالې ورورولۍ د پاكستان د سفارتي هڅو ستائنه كړې٬ د هند او پاكستان ترمينځه ملټري ټو ملټري افهام و تفهيم او جنګ بندي په ځاې ده٬ هندي مشرتابه د هېواد داخلي مسئلو پشمول سپرلي كښې د كېدونكو ټاكنو له مخې سياسي بيان بازي تاؤ تريخوالې زياتوي٬ پاكستان به جولائي كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مشري سنبهالوي۔د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل چې روس ته يو پلاوې د پاكستان مقدمه وړاندې كولو لپاره لېږلې شوې٬ د اوسنې تاؤ تريخوالي په مهال تركيې پاكستان سره مثالي مرسته كړې۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د اعلٰی كچې پلاوي سره د بېلو هېوادونو دورې كړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه بل تصادم لرې دې خو مونږ له به ويخ پاتې كېدل وي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په ترسره شوې “ټائم لائن ګول پوسټس”عملدرآمد شوې كوم څخه چې د مقصد خلوص يا سنجيدګۍ پته لګي۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د هندي وزيراعظم او د دفاع وزير د هغه بيانونو ذكر وكړو په كومو چې هغوي اوسنې مخاصمت يو ټرېلر ګرځولے دے۔ ده خبردارې وركړې چې سياسي بيان بازي اوس هم روانه ده او د دې څو سببونه كېدې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې كاش چې احساس غالب شي٬مونږ نړۍ ته ښودلې چې مونږ امن كښې خوښي لرؤ او زمونږ پام معاشي بحالۍ پلو دے خو وقار٬خپلواكۍ او سيمه ايز سلامتيا ته وړومبۍ ترجيح ترلاسه ده او كومه هم شخړه په غېر متوقع توګه زياتېدې شي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د دې خبرې پخلې كړې چې پاكستان خبرو اترو او په خاص توګه د ترهه ګرۍ مخ نيوي مذاكرات لپاره تيار دے۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډر ووئيل مونږ وړاندې پاكستان كښې په هندي ايجنسو كښې ككړ كسان په ډاګه كړې دي خو د هند پولو دننه آزادانه نقل او حركت د پاكستان په كنټرول كښې نه دې۔ده د خپل اوسني سفارتي مصروفيت په خاص توګه د مئي په 19مه نيټه د چين دورې ذكر وكړو۔ ده د تركيه٬ايران٬آذربائيجان او تاجكستان دورو په مهال دغه هېوادونو سره د مصروف پاتې كېدو ذكر هم وكړو۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل چې پارليمانې پلاوې د بهرني هېواد په دوره دے دغسې چې د پاكستان دريځ وړاندې كړې شي۔ اسحاق ډار ووئيل زما د ايران دوره په خاص توګه مثبت وه٬دواړو هېوادونو دوه اړخيزه تجارت تر 10 ارب ډالر زياتولو او په منطقه كښې د امن په ځاې ساتلو اتفاق كړې۔ پاكستاني پلاوي د ايران سپريم ليډر آيت اے علي خامنه اي سره هم ملاقات كړې چا چې د پاكستان سيمه ايز استحكام او كشمير مسئلې حل هڅو ملاتړ څرګندونه كړې۔ده ووئيل چې آذربائيجان پاكستان كښې د 2 ارب ډالر سرمايه كارۍ پېل كولو خپل دريځ پخلې كړې او د ګڼ اړخيزه مرستې٬ سيمه ايزې سالميتا او سيمه ايز رابطو منصوبو پشمول په ټرانس افغان رېلوے او پیښور كابل هائي وے خبرې اترې روانې دي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمينځه تېرو دريو كلونو څخه خط او كتابت روان وو چې په دې لوظ نامه نظرثاني او بيا مذاكرات ضرورت دي٬مونږ ته د هند لخوا آخري خط د اپرېل په 8مه نېټه ترلاسه شوې و او د دې ځواب د مئي په 8مه نېټه راتلل وو كوم چې مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې د اضافې باوجود په وخت وركړی و۔ ده ووئيل چې سندھ طاس لوظ نامه په يوه اړخيزه توګه معطل كولېدې نه شي۔ ده وويل چې دا ډول كوم هم عمل جنګي كاروائي ګڼلې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې سعودي عرب او متحده عرب امارات اوسني تاؤ تريخوالي كمولو كښې فعاله كردار ادا كړې۔ اسحاق ډار ووئيل چې د پاكستان سفارتي هڅې په نړيواله كچه تسليم كړې شوي دي٬ د 23 اپرېل نه تر 11 مئي مونږ نړۍ ته خپل دريځ بيان كړې او زمونږ بيانيه غالب پاتې شوې ده٬د ايف 16 ويشتلو راغورځولو پشمول هندي ادعاګانې په ډاګه كړې شوي دي۔ده ووئيل چې پاكستان به جولائي كښې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل مشري سنبهالوي چې مركزي موضوع”ګڼ اړخيزه او شخړې پرامن حل د لارې نړيوال امن او سلامتيا ته وده وركول دي۔نائب وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د شخړې پیل كولو كومه ارادنه لري خو د اشتعال انګيزۍ په صورت كښې به بشپړه ځواب وركوي۔مونږ چرته هم جنګ نه دې پېل كړی خو مونږ بشپړه ځواب وركړې دې۔ده د اوسني مخاصمت په مهال د 6 هندي الوتكې ويشتلو تصديق كولو سره وئېلي دي چې په دې كښې د دريو نه تر 4 رافيل٬ يو ايس يو 30 او يوه بله يو اے وي شامل ده۔










