د سك يونټس بحالي د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے، سك صنعتي يوټس بحالۍ سره به برامدات زيات او معيشت كښې بهتري راشي۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي چې د سك يونټس بحالي د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے، سك صنعتي يونټس بحالۍ سره به برآمدات زيات او معيشت كښې بهتري راشي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د وزيراعظم په امر د سك يونټس بحالۍ لپاره په جوړه كړې شې كمېټۍ كښې وكړه۔ په غونډه كښې د سك يونټس بحالۍ …

اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي چې د سك يونټس بحالي د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے، سك صنعتي يونټس بحالۍ سره به برآمدات زيات او معيشت كښې بهتري راشي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د وزيراعظم په امر د سك يونټس بحالۍ لپاره په جوړه كړې شې كمېټۍ كښې وكړه۔ په غونډه كښې د سك يونټس بحالۍ لپاره په تجويزونو غور وشو۔ په غونډه كښې ګران يوټيليټيز، هائي انټرسټ ريټ او كوچنو صنعتكارو ته د قرضونو نه ترلاسه كېدل لوے سبب وګرځولے شو۔ کميټۍ سفارش وكړو چې مركزي بېنك ته دې د دې صنعتونو معاونت لپاره نوې هدايات جاري كړې شي۔ په غونډه كښې په ټېكس كښې سهولت٬ بحالۍ ٬ کاروباري پلان او د قرض وركوونكو د درجه بندۍ تجويز وړاندے كړے شو۔ هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم وژن له مخې به د بحالۍ منصوبه وړاندې كوٶ۔ هارون اخترخان كمېټۍ ته تر سبا مسودې ته د حتمي شكل وركولو امر وكړو

مزید خبریں