صفا ، او خوندي چاپيريال د راروانو نسلونو بنيادي حق دے ٬ ماحولياتي تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد۔4جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې صفا ، او خوندي چاپيريال د راروانو نسلونو بنيادي حق دے ٬ ماحولياتي تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده٬ د پاكستان په نړيواله كچه د ګرين هاؤس ګېسونو په اخراج كښې برخه يوازې 0.5 فیصده ده خو زمونږ هېواد په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو د لاسه زيات ځپلې كيږي۔ …

اسلام آباد۔4جون(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې صفا ، او خوندي چاپيريال د راروانو نسلونو بنيادي حق دے ٬ ماحولياتي تحفظ زمونږ د ټولو ګډه ذمه واري ده٬ د پاكستان په نړيواله كچه د ګرين هاؤس ګېسونو په اخراج كښې برخه يوازې 0.5 فیصده ده خو زمونږ هېواد په هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو د لاسه زيات ځپلې كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال د جون په 5 مه نېټه په ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي۔ سپیکر ووئيل د پاكستان پارليمان د ماحوليات په اړه اولسي شعور بېدارولو او قانون سازۍ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل ماحولياتي تحفظ سره اړوندې پارليماني كمېټۍ په فعاله توګه كار كوي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان پارليمان په ماحولياتي بدلونونو قابو موندلو او د ماحولیاتی پائیدارۍ ودې له فعاله قانون سازي اود پالېسيو په تشكيلولو كښې ښكاره كردار ترسره كړې دې۔ ده ووئيل د پاکستان کلائمېټ چېنج اېکټ 2017 منظوری او د پېرس ماحولیاتی لوظنامې 2015 توثیق د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې پاكستان د نړيوال ماحولياتي هدفونو د ترلاسه كولو عزم لري۔ په دې لړ كښې سپيكر په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د پاكستان په څير د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو مرسته وكړه كوم چې په نړيوال كاربن اخراج كښې د معمولي برخې لرلو باوجود تر ټولو زيات د ماحولياتي آفتونو نخښه جوړېږي۔ ده ووئيل د ماحولياتي انصاف غوښتنه ده چې مونږ ټول په مساوي ډول اقدامات وكړو دغسې چې ټولو لپاره تلپاتې سباؤن باوري كړې شي۔ په دې موقعه د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر سید غلام مصطفیٰ شاہ ووئيل چې ماحولیاتی آلودګی نه يوازې انساني صحت خطر سره مخ كوي بلكې د دې د لاسه حیاتیاتی تنوع، زرعی پېداوار او او د هېواد معيشت هم ځپلې كيږي۔ ده ووئيل د ماحول تحفظ يوازې د حكومت يا ادارو كار نه دے بلكې هر يو وګري له به په دې كښی لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ ده په ځوان كول زور راوړو چې هغوي دې ماحول دوست رويې خپلې كړي او د زمكې محفوظ جوړولو له په روانو هڅو كښې دې بشپړه برخه واخلي۔

مزید خبریں