اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د اعلی كچې يو پارليماني پلاوي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د هېډكوارټرز دوه ورځنۍ دوره بشپړ كړه۔ پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ، د عمومي اسمبلۍ او سلامتيي كونسل مشرانو ، د سلامتي كونسل مستقل او غېر مستقل غړو هېوادونو استازو ، د او آئی سی ګروپ …
د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پارليماني پلاوي د ملګرو ملتونو د هيډ كوارټرز دوره ٬ د اوسنيو هندي اقداماتو له امله د سيمه ايز تاؤ تريخوالي ٬ او نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښ خطر په اړه يۍ خپل نقطه نظر وړاندې كړو

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن او پخواني خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د اعلی كچې يو پارليماني پلاوي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د هېډكوارټرز دوه ورځنۍ دوره بشپړ كړه۔ پلاوي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ، د عمومي اسمبلۍ او سلامتيي كونسل مشرانو ، د سلامتي كونسل مستقل او غېر مستقل غړو هېوادونو استازو ، د او آئی سی ګروپ سفيرانو ٬ د ميډيا ٬ سول سوسائټۍ او تھنک ټېنکس استازو او پاكستاني كميونټي سره ملاقاتونه وكړل۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دا دوره د هند د غېر مسؤولانه رويې ٬ د پاكستان په ضد د بې دريغه جارحيت ٬ د جارحانه بيان بازۍ او اوبو سره د اړوندې سندھ طاس لوظنامې ٬ كومه چې 240 ملین څخه زياتو پاكستانيانو لپاره لائف لائن ده٬ معطل كولو له د غېر قانوني او يو اړخيزه پرېكړې د لاسه رامخې ته شوي سيمه ايز تاؤ تريخوالي او نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښ خطر په اړه د خپل نقطه نظر وړاندې كولو له د پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته د لاس رسۍ برخه وه۔ پلاوي د پاكستان بنيادي پېغام “ذمه وارۍ سره امن” لرلو۔ پلاوي د نړۍ پام د هند لخوا د طاقت په غېر قانوني توګه كارولو او د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال بشري قانون خلاف ورزيو او په خاص توګه د شهري سيمو په نخښه كولو او د مېرمنو او كوچنيانو په شمول د بې ګناه وګړو د وژلو پلو وګرځولو۔ پلاوي په جمو و کشمیر كښې د 22 اپرېل ترهګر بريد په اړه د هند بې بنسټه تورونه مسترد كړل۔ پلاوي د نړيوال قانون او لوظنامو د ذمه وارو خلاف ورزي كولو سره د هند د سندھ طاس لوظنامې په يوه اړخيزه توګه معطل كولو او اوبه د وسلې په توګه كارولو په اړه ووئيل۔ د بيان له مخې د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره پلاوي د ترهګرۍ مخنيوي له د روانو نړيوالو هڅو په كاميابۍ كښې د پاكستان په مهم كردار او قربانيو رڼا واچوله او د نړيوالې ورورولۍ پام يۍ په پاكستان كښې د هند په سرپرستۍ كښې كېدونكې ترهګرۍ او ددې د نړيوالې عامې وژنې مهم پلو وګرځولو۔ پلاوي په دې خبره زور راوړو چې د ترهګرۍ لعنت په فعاله توګه مخنيوي له سياست نه ٬ مرستې ته اړتيا ده۔ پلاوي د هندي جارحيت په ځواب كښې د پاکستان په مسؤولانه او قانوني ځواب زور راوړلو سره ووئيل پاكستان په امن كښې خوښي لري خو تل به عزم سره د خپلې خپلواكۍ دفاع كوي۔ پاكستان خبردارې وركړو چې د هند لخوا”نیو نارمل“ پېدا کولې هڅې د سوئيلي آسيا په جوهري چاپېريال كښې تباهي خپرونكې نتيجې رامخې ته كولې شي او نړيوالې ورورولۍ له به ددې په سختۍ سره مزاحمت كول وي۔ پلاوي د دې خبرې پخلې وكړو چې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې عادلانه و سولييز حل سره تړلے دے۔ په بيان كښې په نړيواله ورورولۍ زور راوړلے شوے دے چې هغه دې د نړيوال قانون او لوظنامو تقدس په ځايې ساتلو سره د سندھ طاس لوظنامې په بحالۍ اود معمول له مخې په روانه پاتې كېدو زور راوړي۔ دغسې نړيواله ورورولي دې د كشمير په شمول د هند او پاكستان ترمينځه د ټولو تصفيه طلب مسئلو حل لپاره د بشپړه مذاكراتو د پېل كېدو ملاتړ وكړي۔ پلاوي دې ښكاره پېغام سره خپله دوره پايې ته ورسولو چې پاکستان خپلو ټولو ګاونډيانو سره په برابرۍ او دوه اړخيزه احترام اډانه سولييز او په دوه اړخيزه مرسته اډانه اړيكو كښې خوښي لري خو هېڅكله به هم جارحیت، استثنا، یا د نړيوالو اصولو خلاف ورزي قبوله نه كړي۔ په پلاوي كښې د موسمياتي بدلون وزير ډاكټر مصدق ملك ، د سېنېټ د موسمياتي بدلون كمېټۍ چیئرپرسن سېنېټر شیری رحمان ٬ د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو كمېټۍ چیئرپرسن او پخوانۍ خارجه وزيره حنا ربانی کھر، د تجارت پخوانے وفاقي وزير ٬ د دفاع او خارجه چارو وزير انجینئر خرم دستګیر خان، د سمندري چارو وزير سېنېټر سید فېصل علی سبزواری، سېنېټر بشریٰ انجم بټ، پخوانے خارجه سېكتر خارجه جلیل عباس جیلانی او او پخوانۍ خارجه سېكتره تهمینه جنجوعه شامل وه۔










