اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان بيلاروس سره معاشي همكاري زياتولو كښې خوښي لري٬ بيلاروس سره انفارمېشن ټېكنالوجي او دفاعي څانګو كښې به مرسته لا مستحكمولې شي۔ د زرعي مشينرۍ تيارولو كښې د بېلاروس پوهې څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بيلاروس دفاع وزير لېفټېننټ جنرل وكټر خرينن په مشرۍ كښې 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه …
پاكستان بيلاروس سره معاشي همكاري زياتولو كښې خوښي لري٬آئي ټي او دفاعي څانګو كښې به مرسته لا مستحكمولې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بيلاروس پلاوي سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې پاكستان بيلاروس سره معاشي همكاري زياتولو كښې خوښي لري٬ بيلاروس سره انفارمېشن ټېكنالوجي او دفاعي څانګو كښې به مرسته لا مستحكمولې شي۔ د زرعي مشينرۍ تيارولو كښې د بېلاروس پوهې څخه بايد ګټه پورته كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بيلاروس دفاع وزير لېفټېننټ جنرل وكټر خرينن په مشرۍ كښې 7 كسيزه پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې په پاكستان كښې تعينات د بيلاروس سفير آندرے میټیلسټا ٬ د بېلاروس كمانډر ايئر فورس اينډ ايئر ډيفنس مېجر جنرل آندرے لكيا نووچ او د بېلاروس دفاع وزارت چارواكي شامل وو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم وئيلي چې پاكستان بېلاروس سره دوه اړخيزه اړيكې لري كومې چې وخت تېرېدو سره سره سره نورې هم قوي كيږي۔ ده ووئيل چې مونږ بېلاروس سره معاشي همكارۍ كښې خوښي لرؤ٬ د زرعي مشينرۍ تيارولو كښې د بېلاروس پوهې څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل چې بيلاروس سره به آئي ټي او دفاعي څانګو كښې هم مرسته لا مستحكمولې شي٬سږ كال زما د بېلاروس دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په ځينې مفاهمتي يادښتونو او لوظ نامو لاس ليك شوے چې په سبب به يې دوه اړخيزه اړيكو كښې نور هم پراختيا راشي۔ وزيراعظم د بېلاروس صدر الېګزينډر لوكاشينكو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د بېلاروس پلاوې سوئېلي آسيا كښې د اوسني تاؤ تريخوالي صورتحال او د پاكستان دريځ نه خبر كړو۔ ده ووئيل چې پاكستان د پهلګام پېښې د بې پرې پلټنيو كولو وړاندېز وركړو د كوم چې مثبت ځواب وركولو په ځايې هند د جارحيت څرګندونه كولو سره په پاكستان بريد وكړو٬ شهري آبادي يې په نښه كړه چې پكښې بې ګناه وګړي شهيدان شول۔ وزيراعظم پلاوي ته ووئيل چې د مئي په لسمه نېټه پاكستان په خپله دفاع كښې د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركړو۔ د بيلاروس دفاع وزير وزيراعظم ته د بيلاروس صدر لخوا د نېكو هيلو پیغام ورسولو۔ ده ووئيل چې سوئېلي آسيا كښې امن او استحكام كښې خوښي لرؤ٬زما او زما د پلاوي د پاكستان دورې مقصد د بيلاروس او پاكستان ترمينځه په مفاهمتي يادښتونو او لوظنامو پېشرفت مخ په وړاندې بوتلل دي۔ د پاكستان-بېلاروس دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف د ذاتي خوښې ستائنه كوو۔ د بېلاروس دفاع وزير پاكستان كښې په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار٬د دفاع وزير خواجه آصف٬د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رضا حيات هراج او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔










