د ديامر بهاشا بند ځپليو مسئلې حل كولو له د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې غونډه

اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)د ديامر بهاشا بند ځپليو پخوانۍ مسئلې حل كولو لپاره د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وزارت كښې د اعلٰی كچې غونډه وشوه۔ د غونډې مشري د كشمير ٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وكړه۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطې سلاكار رانا ثناﺀ ٬ د آبي وسائلو وفاقي …

اسلام آباد 04 جون(اے پی پی)د ديامر بهاشا بند ځپليو پخوانۍ مسئلې حل كولو لپاره د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وزارت كښې د اعلٰی كچې غونډه وشوه۔ د غونډې مشري د كشمير ٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وكړه۔ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطې سلاكار رانا ثناﺀ ٬ د آبي وسائلو وفاقي وزير ميا اېم معين وټو٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی حاجي ګلبر خان او د واپډا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)سجاد غني ګډون كولو۔ د اعلٰی بېورو كرېټس پشمول د ګلګت بلتستان چيف سيكرټري ابرار احمد مرزا٬د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو سېكرټري ظفر حسن او د آبي وسائلو سېكرټري سيد علي مرتضٰی هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د ديامر بهاشا بند ځپليو استازي هم په غونډه كښې موجود وو دغسې چې هغوي نيغ په نيغه د وفاقي مشرتابه په وړاندې خپلې غوښتنې وړاندې كړې شي۔ د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ګډون كونكو ته باور وركړو چې د ځپليو جائز غوښتنې به اخلاص او مشاورت سره ترسره كولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د دې مسئلې مستقل حل لپاره ښكاره هدايات جاري كړې دي۔ دا غونډه د دغې وژن بشپړېدو پلو يو مهم قدم دے۔ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د ګلګت بلتستان د اولس كردار او د هغوي قربانۍ ستايلو سره ووئيل چې د هغوي مسئلې په وفاقي كچه منلې شوې دي۔د وزيراعظم سلاكار رانا ثناﺀ د دې مسئلې حل كولو لپاره د وزيراعظم شهباز شريف په پوخ عزم زور راوړولو سره ووئيل چې دا درست وخت دې چې مونږ مخ په وړاندې لاړ شوو او د وزيراعظم پرېكنده مشرۍ څخه ګټه پورته كړؤ۔ وفاقي وزير ميا اېم معين وټو د بند ځپلې آبادۍ پخوانۍ مسئلې حل لپاره د وفاقي حكومت د نه بدلېدونكي عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم شهباز شريف د ښكاره هدايات له مخې مونږ د معاوضو ادائيګي٬ د څښلو پاكو اوبو وركولو٬صفايۍ٬سكولونو او نورو مهم انفراسټركچر تعمير كښې عملي پېشرفت كوو۔د غونډې په پايه كښې د ځپليو د مسئلې په تلپاتي او سپيځلي ډول حل كولو لپاره د يوې بشپړه تګلارې په وضعه كولو اتفاق وكړو۔

مزید خبریں