د وفاقي وزير محسن نقوي په شمالي وزيرستان كښې د هندي حمايت يافته فتنة الخوارج په ضد په كامياب آپريشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه كښی د هندي حمايت يافته فتنة الخوارج په ضد په كامياب انټېليجنس بېسډ آپرېشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان خاورې څخه به د يو يو خارجي نوغې وباسؤ۔ د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښی وفاقي وزير د انټیلیجنس …

اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه كښی د هندي حمايت يافته فتنة الخوارج په ضد په كامياب انټېليجنس بېسډ آپرېشن كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د پاكستان خاورې څخه به د يو يو خارجي نوغې وباسؤ۔ د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښی وفاقي وزير د انټیلیجنس بېسډ آپرېشن په كولو د امنيتي ځواكونو د صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو 14 هندي حمايت يافته خوارج ترهګر وژلو سره لويه كاميابي ترلاسه كړه۔ ده ووئيل د انډین حمایت یافته فتنة الخوارج ترهګر په خپلو ناپاكه ارادو كښې په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته سلام كوو٬ قام د خوارجي ترهګرو ختمولو له دامنيتي ځواكونو روانو كارروائيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل د خوارجي ترهګرو عبرتناك انجام ښكاره پېغام دے چې پاكستان كښې به خوارج پټېدو له هېڅ ځايې نه مومي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان خاورې څخه به د خوارج ترهګرو نوغې وباسؤ۔

مزید خبریں