پیپرا د 408 ماسټر ټرینرز تربیة بشپړ كړه

اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) پبلک پروکیورمنټ رېګولېټری اتھارټی(پېپرا) پاکستان د وزیرِاعظم د شفافيت ٬ ګډ ګورننس او كاركردګۍ په وژن عمل كولو سره د 408 ماسټر ټرېنرز تربيه بشپړ كړې ده۔ د تېر يو كال په مهال پېپرا 15 خصوصی تربيتي پروګرامونه كړي دغسې چې ای پروکیورمنټ عملي كولو ته وده وركړې شي او د پروکیورمنټ په قوانينو عملدرآمد باوري كړے شي۔ د شورو په ورځ د پېپرا اېم …

اسلام آباد۔4 جون(اے پی پی) پبلک پروکیورمنټ رېګولېټری اتھارټی(پېپرا) پاکستان د وزیرِاعظم د شفافيت ٬ ګډ ګورننس او كاركردګۍ په وژن عمل كولو سره د 408 ماسټر ټرېنرز تربيه بشپړ كړې ده۔ د تېر يو كال په مهال پېپرا 15 خصوصی تربيتي پروګرامونه كړي دغسې چې ای پروکیورمنټ عملي كولو ته وده وركړې شي او د پروکیورمنټ په قوانينو عملدرآمد باوري كړے شي۔ د شورو په ورځ د پېپرا اېم ډي حسنات احمد قرېشی په پېپرا هېډکوارټرز كښی د يوې دستورې په مهال تربيتي پروګرامز كښې ګډون كولو ته سندونه وركړل۔ سند ترلاسه كوونكي ماسټر ټرېنرز به اوس د ای-پاک اېکوزېشن اېنډ ډسپوزل سسڼم یعنی ای پېډز په اړه خپلو ادارو كښې كسان تربيه كوي چې ورسره به په پاكسان كښې د اولسي خريدارۍ په څانګه كښې ډیجیټل او معیاری تګلارې ته وده ترلاسه شي۔ په خپل خطاب كښې حسنات احمد قرېشي د تربيتي پروګرام په اهميت زور راوړلو سره دا خبره په ډاګه كړه چې د پېپرا په تاريخ كښې په اولني ځل يوه منظمه او بشپړه تربيتي منصوبه معارفي كړې شوې ده دغسې چې ای پروکیورمنټ ته اداره جارتي شكل وركړے شي او د اولسي فنډز په سپېځلې ٬ فعاله او عادلانه ډول كارول باوري كړې شي۔ ده ګډون كوونكو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې په خپلو محكمو كښې د خریدارۍ عمل په فعاله ډول مخ په وړاندې بوځي او خپلو ملګرو ته دې د ای پېډز په فعاله توګه د كارولو تربيه وركړي۔ ده اعلان وكړو چې پېپرا اېکرېډیټېشن فرېم ورک ته حتمي شكل وركوي دغسې چې پېشه ور صلاحيتونه لا غوره كړې شي۔ په دستوره كښې د عتیق سلطان راجه ، عبدالمجید او فرخ بشیر په شمول د پېپرا نورو سینئر چارواكو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم د وژن له مخې په وفاقی وزارتونو، ډویژنز، پېوست محکمو او په خپلواكه ادارو كښې پروکیورمنټ سېلز جوړولې شي۔ پېپرا يو بشپړ تربيتي پروګرام عملي كولي دغسې چې د ای پېډز په فعاله توګه نفاذ او په پبلک پروکیورمنټ رېګولېټری فریم ورک عملدرآمد باوري كړے شي

مزید خبریں