اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف رېلوے ته په عصري بنيادونو ترقي وركول د قامي پاليسۍ مهمه برخه ګرځولو سره وئيلي دي چې د هېواد معاشي او صنعتي پرمختګ لپاره به ګرد هېواد كښې د رېلوے انفراسټرکچر په تل پاتي بنيادونو اودرول وي٬ د منځنۍ آسياء هېوادونو سره تجارتي تړون زياتولو لپاره به رېلوے له د خپل نېټ ورك پراخه كولو تګلاره جوړول وي۔ د وزيراعظم …
د هيواد معاشي او صنعتي پرمختګ لپاره ګرد هيواد كښې د رېلوے انفراسټرکچر په تل پاتې بنيادونو بيا رغونې ته اړتيا ده٬ د منځنۍ آسياء هيوادونو سره تجارتي تړون قوي كولو له دې ريلوے د خپل نيټ ورك پراخه كولو تګلاره وضعه كړي: د وزيراعظم غونډې ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف رېلوے ته په عصري بنيادونو ترقي وركول د قامي پاليسۍ مهمه برخه ګرځولو سره وئيلي دي چې د هېواد معاشي او صنعتي پرمختګ لپاره به ګرد هېواد كښې د رېلوے انفراسټرکچر په تل پاتي بنيادونو اودرول وي٬ د منځنۍ آسياء هېوادونو سره تجارتي تړون زياتولو لپاره به رېلوے له د خپل نېټ ورك پراخه كولو تګلاره جوړول وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا خبره د شورو په ورځ د پاكستان رېلوے چارو پحقله د غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ وزيراعظم د رېلوے نظام د هر هېواد د معيشت د ملا تير ګرځولو سره ووئيل چې د هېواد معاشي او صنعتي پرمختګ لپاره به ګرد هېواد كښې د رېلوے انفراسټرکچر په تل پاتي بنيادونو اودرول وي ، سيمه ايز تړون لپاره رېلوے ته په عصري بنيادونو ترقي وركول د قامي پاليسۍ مهمه برخه ده۔ وزيراعظم ګوادر د پاکستان رېلوېز نېټ ورك سره تړولو لپاره د كار د ګړندي كولو امر هم وكړو۔ په دې موقع د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وزيراعظم ته په رېلويز كښې په روانو اصلاحاتو بريفنګ وركولو سره ووئيل رېلوېز كښې د نورې سرمايه كارۍ بلها استطاعت دے٬ په لويو او اهمو سټېشنونو عصري انفارميشن ډيسك جوړٶ، لاهور، پېنډۍ او د ملتان په ريلوے سټيشنز د صفائۍ نظام د آٶټ سورس د لارې شوې٬ په رېل ګاډو او رېلوے سټيشنز د خوراك نګرانۍ په اړه رېلوېز او صوبائي فوډ اتھارټيز په ګډه كار كوي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د اولس سهولت لپاره د اوږدې مودې راهسې بند سروسز بحال كړې شوے دے، بولان مېل سروس په دې وروستيو كښې په امروزه بيناد پېل كړے شوے دے او ډېره غازي خان او خوشحال خان خټک ايکسپريس هم بحال كړې شوے دے، د ريلوے په سکھر، خانيوال او کوهاټ كښې موجود کنکريټ سليپر فېکټريز آؤټ سورس كوٶ۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې په کراچۍ، لاهور، پېښور، کوئټه، ملتان او سکھر كښې د رېلوے موجود روغتونونه٬ سكولونه٬ كالجونه او ريسټ هاؤسز د ريونيو شئيرنګ په بنياد آؤټ سورس كوٶ، رائل پام ګالف اينډ کنټري کلب لاهور نيلام كوٶ چرته چې د فائيو سټار هوټل جوړولو ټول استطاعت موجود دے۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې رېلويز په عصري بنيادونو اودرولو له په ډيجيټائزېشن چټك كار كوٶ، د رېلوے د آئي ټي ډائريکټورېټ د ري اسټرکچرنګ كار هم په تندۍ سره جاري دے، په رېلوېز كښې فري وائي فائي سروسز وركوٶ٬ رابطه موبائل فون اېپلي کېشن هم عصري كوو چې په سبب به ېې د رېل ګاډي ټکټس بك كولې شي٬ د دې نه علاوه 155 رېلوے سټيشنز د لمر په توان منتقل كوٶ دې سره به حكومت ته ډېر بچت وشي، د رائټ سائزنګ پالېسۍ له مخې 17101 چوكۍ ختم كړے شوې دي او په سباٶن كښې به نورې 5695 ختموٶ، د بريفنګ له مخې د پاکستان رېلويز ايډوائزري اينډ کنسلټنسي سروسز، رېل کاپ، پاکستان ريلويز فريټ ټرانسپورټ کمپني او پراجيکټ امپلي منټيشن يونټ ختم كړې شول، د 10 اربه روپو ماليت د رېلوے زمكې خلاصې كړے شوے دي،د پنجاب حکومت سره په ګډه د لاهور پېنډۍ ترمېنځه د هائي سپيډ ټرېن سروسز٬ د لاهور او پېنډۍ سټيشنز اپ ګريډيشن او په پنجاب كښې د رېلوے موجود اته برانچ لائنز د سب اربن ټرېن سروسز په منصوبو كار كوٶ٬ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د شاهدره باغ څخه تر کوټ لکھپت ريلوے لائن په دواړٶ اړخونو به ګرين بېلټ جوړٶ او د مېن لائنز په دواړو اړخونو به د ځنګلاتو د صوبائي څانګې په مرسته د مېوو بوټي نالولې شي، د بلوچستان حکومت سره په ګډه به سرياب-کچلاك او د کوئټه-چمن رېلوے لائنز سيکشنز اپ ګرېډ كوٶ۔ د بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم په پاکستان رېلويز كښې په جاري اصلاحاتو او د نوې منصوبو په رفتار وفاقي وزير حنيف عباسي له شاباسې وركړو۔ په غونډه كښې د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر توقير شاه، د رېلوے وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوند سركاري چارواكو ګډون كړې۔










