اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره ليدلي۔ په دې موقع د توان په څانګه كښې د شريكې مرستې د امكاناتو جاج اخستو سره سره د تېل او ګاز په څانګه كښې په مشتركه منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پټروليم ډويژن وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې په ملاقات كښې دواړو مشرانو د "باکو انرجي …
وفاقي وزير علي پرويز ملك د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك د آذربائيجان وزيراعظم علي اسدوف سره ليدلي۔ په دې موقع د توان په څانګه كښې د شريكې مرستې د امكاناتو جاج اخستو سره سره د تېل او ګاز په څانګه كښې په مشتركه منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پټروليم ډويژن وياند لخوا د جاري اعلاميه له مخې په ملاقات كښې دواړو مشرانو د “باکو انرجي ويك” د برخې په توګه د تابيا كړې شوې دستورو په اهميت زور راوړو كوم چې د توان په څانګه كښې نړيوالې مرستې ته وده وركولو لپاره يو موثره پلېټ فارم رامخئ ته كوي۔ په ملاقات كښې د آذربائيجان او پاکستان ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د دوستۍ او ورورولۍ اړيكو د فعاله ودې هم ستائنه وشوه۔










