نيويارك 03 جون (اے پي پي) د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان د سفارتي مشن پلاوي د فرانس مستقل استازي سفير جيروم بونافوں سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دې خبره زور راوړې شو چې ھغوي دې د جنګ بندۍ تسلسل باوري كولو٬ د سندھ طاس تړون بحالۍ او د پاك و هند د جامع مذاكراتو پېل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د فرانس استازې په منطقه …
د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان د سفارتي مشن پلاوي د فرانس مستقل استازي سفير جيروم بونافوں سره وليدل

مزید خبریں
نيويارك 03 جون (اے پي پي) د بلاول بھټو زرداري په مشرۍ كښې د پاکستان د سفارتي مشن پلاوي د فرانس مستقل استازي سفير جيروم بونافوں سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دې خبره زور راوړې شو چې ھغوي دې د جنګ بندۍ تسلسل باوري كولو٬ د سندھ طاس تړون بحالۍ او د پاك و هند د جامع مذاكراتو پېل لپاره خپل كردار ولوبوي۔ د فرانس استازې په منطقه كښې استحكام او د خبرو اترو ملاتړ لپاره د خپل موقف پخلې وكړو۔ دا خبره د نهې په ورځ د پي پي پي ميډيا سېل لخوا په جاري بيان كښې شوې۔ د پي پي پي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د روسه، چين او امريکا نه وروسته د سلامتي كونسل د څلورم غړي فرانس ته د پاكستان مقدمه وړاندې كړې ۔ ده ووئيل چې په ملګرو ملتونو كښې د فرانس مستقل استازي ته د هندي جارحيت په اړه بريفنګ هم وركړو۔ ده د پهلګام بريد تور د كوم معتبر تحقيقاتو او ثبوت نه غېر په پاكستان لګول د سنګين نتيجو سبب جوړ شوې٬ هند د پاكستان په وګړو يو اړخيزه پوځي بريدونه وكړل او انفراسټركچر ته ئې زيان ورسولو۔ بلاول بھټو زردارې ووئيل چې هند په منطقه كښې يو اړخيزه بريدونه د “نیو نارمل” (New Normal) جوړولو هڅې كوي د كومې چې د اتومي منطقې په ډول په سوئيلي اسياء سنګين اثرات مرتب كولې شي٬ د ټولو نه زياتې د ترهګرۍ بريدونه په پاكستان كښې كېږي او پاكستان د ترهګرۍ زيات ښكار هېواد دے٬ پاكستان د ترهګرۍ لعنت د خاتمې عزم لري، د ترهګرۍ غوندې سنګين مسئله سياسي مقاصدو له استعمالول پكار نه دي۔ ده ووئيل په سوئيلي آسيا كښې تل پاتي اهم لپاره د نړيوالو قوانينو احترام او ټولې مسئلې په خاص توګه د جمو و كشمير شخړې سوله ايز حل ضروري دے۔ بلاول بھټو زرداری سره په خبرو كښې د فرانس استازي په منطقه كښې استحكام او د خبرو اترو ملاتړ لپاره د خپل موقف پخلې وكړو










