اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملکت سيد طارق فاطمي د روسيه فيډريشن دورې په پېل كښې د نهې په ورځ د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاوروف سره ليدلي۔ د خارجه دفترو وياند له مخې طارق فاطمي د روسيه فيډريشن خارجه وزير ته د وزيراعظم لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ ده د توان ٬ رابطے او تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې …
د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي د روسيه فيډريشن خارجه وزير سرګئي لاوروف سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملکت سيد طارق فاطمي د روسيه فيډريشن دورې په پېل كښې د نهې په ورځ د روسيه خارجه وزير سرګئۍ لاوروف سره ليدلي۔ د خارجه دفترو وياند له مخې طارق فاطمي د روسيه فيډريشن خارجه وزير ته د وزيراعظم لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو۔ ده د توان ٬ رابطے او تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې روسيه سره دوه اړخيزه مرسته قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ سيد طارق فاطمي په سوئيلي آسياء كښې د اوسني پېشرفت په اړه هم تفصيلي بريفنګ وركړو چې پكښې ده د سيمه ايز تاٶ تريخوالي خطرو په اړه د پاكستان د اندېښنو په اړه خارجه وزير خبر كړو۔ ده په خاص توګه د هند لخوا د سندھ طاس تړون معطل كولو د اوبو په جريان كښې د خنډانو ولاړولو د دړكو په سنګين مضمراتو هم رڼا واچوله۔ په دې موقع د روسيه خارجه وزير لاوروف د روسيه او پاکستان ترمېنځه په دوه اړخيزه مرسته كښې په پرله پسې اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه او د شريكې مرستې د اهمو منصوبو پشمول نوي سټيل ملز لګول او د اهمو رابطو په اقداماتو ئې زور راوړو۔ ده د روسيه پاكستان سره د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د فريم ورك له مخې د اړيكو قوي كولو پشمول د ترهګرۍ مخنيوي په څانګو كښې د دلچسپۍ پخلې وكړو۔ د پاك و هند اړيكو په اړه سرګئۍ لاوروف په سيمه ايز استحكام د دې د مثبت اثراتو ذكر كولو سره د دوواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې د معمول له مخې كولو لپاره د روسيه په ملاتړ زور راوړو٬ د ملاقات د پائې نه وړاندې طارق فاطمي د وزيراعظم شهباز شريف يوه چيټۍ د روسيه صدر ولادي مير پيوټن ته روسوله










