هندي جارحيت سیمه غېر محفوظ كړې، د امن لاره یوازې د خبرو اترو او سفارت كارۍ سره ممکنه ده۔ بلاول بهټو زرداري

نیویارك 03 جون (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چيئرمېن او پارلماني سفارتي پلاوي بلاول بهټو زرداري كوټلي مذاكرات٬د سندھ طاس لوظنامې بحالي او د كشمير مسئلې په حل زور راوړولو سره وئېلي دي چې د امن لاره یوازې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د له لارې ممکن ده۔ د نهې په ورځ د پي پي پي میډیا سیل لخوا جاري شوي بیان له مخې د پاکستان سفارتي پلاوي …

نیویارك 03 جون (اے پی پی) د پاکستان پیپلز ګوند چيئرمېن او پارلماني سفارتي پلاوي بلاول بهټو زرداري كوټلي مذاكرات٬د سندھ طاس لوظنامې بحالي او د كشمير مسئلې په حل زور راوړولو سره وئېلي دي چې د امن لاره یوازې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د له لارې ممکن ده۔ د نهې په ورځ د پي پي پي میډیا سیل لخوا جاري شوي بیان له مخې د پاکستان سفارتي پلاوي مشر بلاول بهټو زرداري ملګرو ملتونو کښې او آئي سي غړو هیوادونو ته په جنوبي آسیا کښې د هند د جارحيت او بے بنسټه تورونو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د پاکستان د سفارتي پلاوي مشر بلاول بهټو زرداري د هند لخوا د پهلګام برید غير د كوم تحقيق پاكستان سره د تړلو هڅه رد كړې۔ پارلماني پلاوي د سندھ طاس لوظ نامه يو اړخيزه معطل كولو او اوبه د وسلې په توګه كارولو هڅه د نړيوال قوانين خلاف ورزي ګرځولې۔د دې نه پس چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ملګرو ملتونو كښې د او آئي سي هېوادونو ته خطاب په مهال ووئيل چې د هند جارحيت منطقه غېر محفوظ كړی٬نړۍ له به د دې خطرناك رجحان معمول جوړولو مخنيوې كول وي٬هند د دروغو تورونه پورې غاړه بريدونو جواز جوړ كړې۔ده د پاكستان لخوا په منطقه كښې تاؤ تريښوالې كمې٬ثالثي او جنګ بندۍ لپاره كردار ترسره كولو او آئي سي مننه وكړه۔ بلاول بهټو زرداري ووئيل او آئي سي په دې نازك وخت كښې د نړۍ اخلاقي ضمير رامخې ته شوې٬د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره دې حمايت روان وساتلے شي۔ده ووئيل د او آئي سي هیوادونو د پاکستان لخوا سپيځلې بريفنګ په ستائېلو د يو والي څرګندونه كړی او د ملګرو ملتونو د چارټر او لوظنامو په احترام ئې زور راوړې۔

مزید خبریں