اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئر پرسن روبینه خالد امنیتي ځواکونو ته په کامیاب عملیات كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل بیان کښې روبینه خالد وویل چې د قوت او عزم په مړانه څرګندونه كولو سره امنيتي ځواكونو په ډېره غازي خان كښې د الخوارج په ضد يو كامياب آپرېشن وكړو۔ په دغه آپرېشن كښې 4 ترهګر ووژل شول۔ زمونږ د امنيتي اهلكارو …
روبینه خالد امنيتي ځواكونو ته په كامياب عمليات كولو د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد۔2جون(اے پی پی) د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئر پرسن روبینه خالد امنیتي ځواکونو ته په کامیاب عملیات كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ په خپل بیان کښې روبینه خالد وویل چې د قوت او عزم په مړانه څرګندونه كولو سره امنيتي ځواكونو په ډېره غازي خان كښې د الخوارج په ضد يو كامياب آپرېشن وكړو۔ په دغه آپرېشن كښې 4 ترهګر ووژل شول۔ زمونږ د امنيتي اهلكارو زړه ورتيا او حكمت عملي د ستائنې وړ ده۔ روبينه خالد ووئيل چې د امنيتي ځواكونو اقداماتو زمونږ بې شمېره ځانونه بچ كړې دي۔ دې ووئيل امنيتي ځواكونو آپرېشن احتياط سره ترسره كړو۔ دې ووئيل زمونږ مېړنې پوځ ٬ پوليس اهلكار او امنيتي ځواكونه هر وخت د هېواد او قام دفاع لپاره چمتؤ دي











