سيد يوسف رضا ګېلاني د تركمانستان خارجه وزير رشيد ميريدوف سره وليدل

اشك آباد 02 جون (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د تركمانستان خارجه وزير رشيد ميريدوف سره ملاقات كړې چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېت له مخې د سېنېټ چيئرمېن په تود هركلي كولو د تركمانستان حكومت مننه وكړه۔ ده د پاكستان لخوا د تركمانستان د مستقلې بې پرې پالېسۍ بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ ده سياسي او تجارتي اړيكو ته …

اشك آباد 02 جون (اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د تركمانستان خارجه وزير رشيد ميريدوف سره ملاقات كړې چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېت له مخې د سېنېټ چيئرمېن په تود هركلي كولو د تركمانستان حكومت مننه وكړه۔ ده د پاكستان لخوا د تركمانستان د مستقلې بې پرې پالېسۍ بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ ده سياسي او تجارتي اړيكو ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړولو سره د دوه اړخيزه تجارت زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ په ملاقات كښې په تاپي٬ټي اے پي او فائبر آپټك پروژو هم غور وكړے شو۔ د سينيټ چيئرمېن د سيمه ايز تړون (ريجنل کنېکټویټی) په اهميت زور راوړو او تركمانستان ته يۍ د ګوادر او كراچۍ بندر ځايونو كارولو او سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ د تركمانستان خارجه وزير سټرېټجك مقصدونه ترلاسه كولو لپاره د عملي اقداماتو پورته كولو تجويز وركړو چې پكښې تركمانستان كښې تعميراتي پروژو لپاره پاكستان څخه د ماربل درآمد او د اعلٰی كچې دورې زياتول شامل دي دغسې چې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كړې شي۔ په ملاقات كښې سېنېټر جان اېم بليدي٬حاجي هدايت او وقار مهدري هم موجود و۔

مزید خبریں