
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) سېنېټ كښې د پاکستان مسلم لیګ (ن) پارلیمانی لارښود او د خارجه چارو كمېټۍ چیئرمېن سینیټر عرفان صدیقی وئيلي دي د باني پي ټي آئي سره رابطو په اړه خبري بے بنسټه دي،کوم خاکی، نوری، يا کوم ناری د پي ټي آئي باني سره هيڅ رابطه نه ده كړې۔ نجي ټي وي سره خپلو خبرو كښې سینیټر عرفان صدیقی ووئيل د پي ټي آئي سره د پټو خبرو يا ډيل خبرونه صداقت نه لري ۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل زمونږ د لارښودو مقدمي خو د سپریم کورټ څخه پېل شوي او هم هلته ختمي شوي، نه اپیل شوے ؤ او نه كوم دلیل اوريدلے شوے۔ سینیټر عرفان صدیقی ووئيل د عمران خان په دور كښې زمونږ په ضد د جوړو شوو مقدمو نوعیت انتقامی ؤ دغسې پاکستان مسلم لیګ (ن) په انتقامی سیاست باور نه لري،مونږ څوك په منشیات یا کرایه دارۍ په شان په دروغو مقدمو كښې نه دې نيولې۔ ده ووئيل پاکستان كښې جمهوری مشق روان دے،ټولي ادارې خپل كار كوي،د كوم كس په زندان كښې پاتي كيدو سره كوم سیاسی عدم استحکام نه راځي،مونږ تش په نوم د سیاسی عدم استحکام باوجود خپل معیشت هم سنبھال كړے او د خپل تاریخ تر ټولو لويه كاميابي مو ترلاسه كړې۔ سینیټر عرفان صدیقی په دې خبره زور راوړو چې كه كوم كس د عدالتی عمل نه غير خوشے شي نو مونږ له به د پاتي 90 زره بنديوانو هم سوچ كول وي، د پي ټي آئي د منفی پروپیګنډې باوجود د سرلښكر قد دنګ شوے۔ده ووئيل د 10 مئي نه پس د هېواد سیاسی او نړيواله منظر نامه بدله شوې۔ده ووئيل د عدم اعتماد آئیني تګلاره په وړومبي ځل د عمران خان د حکومت څخه وېستلو لپاره استعمال شوې كوم ايوان چې په عمران خان اعتماد کړے ؤ هغه ايوان په هغه عدم اعتماد وکړو او حکومت ئې ختم شو۔ ده ووئېل كه پي ټي آئي عددی شميره پوره كړي نو په خوشحالۍ به يې مقابله وكړو، مونږ به د آئین او قانون پاسداری کوو او كوم هم غیر آئینی اقدام به نه كوو،زمونږ سره كوم قاسم سوری نشته،مونږ به قامي اسمبلي هم نه ماتوو۔